د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل  كښې د 5 غېر مستقل غړو ټاكنه ، کرغزستان، پرتګال، ټرینیډاډ اېنډ ټوباګو او زمبابوے به د راروان كال جنورۍ مياشتې اولنۍ نېټې څخه خذمات ترسره كوي

  ملګري ملتونه ۔4 جون(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ آسټریا، کرغزستان، پرتګال، ټرینیډاډ اېنډ  ټوباګو او زمبابوے 2 كلنه مودې لپاره د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي ټاكلي شوي دي ۔ په دې كښې كرغستان په اولني ځل ټاكلے شوے دے۔ نوي ټاكلي شوي 5 غېر مستقل غړي به د راروان كال جنورۍ مياشتې اولنۍ نېټې څخه خپل خذمات ترسره كوي۔ د ایشیا بحر الکاهل ګروپ چوكۍ …

 

ملګري ملتونه ۔4 جون(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ آسټریا، کرغزستان، پرتګال، ټرینیډاډ اېنډ  ټوباګو او زمبابوے 2 كلنه مودې لپاره د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي ټاكلي شوي دي ۔ په دې كښې كرغستان په اولني ځل ټاكلے شوے دے۔ نوي ټاكلي شوي 5 غېر مستقل غړي به د راروان كال جنورۍ مياشتې اولنۍ نېټې څخه خپل خذمات ترسره كوي۔ د ایشیا بحر الکاهل ګروپ چوكۍ لپاره د كرغستان او فلپائن ترمينځه مقابله وشوه كومه چې د ووټنګ تر څلورو دورونو روانه پاتې شوه۔ په مقابله كښې كرغستان د فلپائن د 49 ووټونو په مقابل كښې د 142 ووټونو په ترلاسه كولو د سلامتي كونسل غړے وټاكلے شو۔ كرغزستان به د پاكستان ځاے اخلي د چا دوه كلنه موده چې د روان كال په دسمبر كښې ختمېږي۔ په نوې ټاكلے شوو هېوادونو كښې زمبابوے به د صوماليه ٬ ټرینیډاډ  اېنډ  ټوباګو د پاناما ٬ پرتګال او آسټريا په ترتيب سره د ډنمارك او يونان ځاے اخلي۔ دې نه ځانله بحرېن ، کولمبیا، جمهوریه کانګو ، لټویا او لائبیریابه  د كال 2027 تر پايې د سلامتي كونسل د غېر مستقل غړو په توګه خذمات روان ساتي

مزید خبریں