هند٬روغتون كښې د اور لګېدو له امله 5 كسه مړه٬ 20 ژوبل

  نوې ډېلۍ 04 جون (اے پي پي)د هند په ختيز بهار ايالت كښې د روغتون په آئي سي يو وارډ كښې د اور لګېدو له امله پنځه كسه مړه او شل سوځېدلې دي ۔شنهوا له مخې د انتظاميې سينئر عهديدار ووئېل د اور لګېدو پېښه مظفرپور كښې په يو روغتون كښې رامخې ته شوې چې له امله يې په مرګونو كښې د زياتوالي اندېښنه ده ځكه چې د ځينو …

 

نوې ډېلۍ 04 جون (اے پي پي)د هند په ختيز بهار ايالت كښې د روغتون په آئي سي يو وارډ كښې د اور لګېدو له امله پنځه كسه مړه او شل سوځېدلې دي ۔شنهوا له مخې د انتظاميې سينئر عهديدار ووئېل د اور لګېدو پېښه مظفرپور كښې په يو روغتون كښې رامخې ته شوې چې له امله يې په مرګونو كښې د زياتوالي اندېښنه ده ځكه چې د ځينو ژوبل شوو حالت تشويشناك ښودلے كيږي۔د ځايې فائر ډيپارټمنټ له مخې اور د زيارت په ورځ سهار نزدې په  3 بجې 55 منټه لګېدلے  ؤ ۔دا مهال په آئي سي يو كښې 13 رنځوران داخل دي ۔۔د اور مړ كونكې ډيپارټمنټ اهلكارو  نزدې 20 رنځوران په حفاظت  ريسكيو كولو نه پس بېلو روغتونونو ته منتل كړې دي چرته چې د هغوي علاج روان دے۔د ځايې ميډيا رپورټ له مخې په ابتدائي توګه شك دے چې  د اور لګېدو سبب شارټ سركټ ؤ ۔

مزید خبریں