د امریکې د نمائندګانو  اېوان د ایران خلاف د جنګ مخ نيوي له قرارداد  منظور كړو

واشنګټن ۔04 جون(اے پي پي)د امریکائې  کانګریس د نمائندګانو  ایوانِ د ایران خلاف د جنګ بندلولو په غوښتنې اډاڼه  قرار داد د 208 په مقابل  كښې په  215 ووټونو  منظور كړو  چې پكښې د  حکومتي ګوند  ریپبلکن پارټۍ  څلورو  غړو هم د ډیموکریټس په ملګرتيا كولو د  ایران خلاف د امریکائي  جنګ مخالفت وكړو ۔  د بي بي سي تر مخه  د قرارداد مقصد د   صدر ډونلډ ټرمپ د ایران …

واشنګټن ۔04 جون(اے پي پي)د امریکائې  کانګریس د نمائندګانو  ایوانِ د ایران خلاف د جنګ بندلولو په غوښتنې اډاڼه  قرار داد د 208 په مقابل  كښې په  215 ووټونو  منظور كړو  چې پكښې د  حکومتي ګوند  ریپبلکن پارټۍ  څلورو  غړو هم د ډیموکریټس په ملګرتيا كولو د  ایران خلاف د امریکائي  جنګ مخالفت وكړو ۔  د بي بي سي تر مخه  د قرارداد مقصد د   صدر ډونلډ ټرمپ د ایران خلاف د لا پوځي کارروائۍ نه  منع كول وو ۔ د امریکې د نمائندګانو اېوان د اړخه د  صدر ډونلډ ټرمپ  جنګي اختیارات محدود کولو لپاره دا څلورم کوشش  ؤ ۔ د دې قرارداد د امریکې سینیټ  څخه منظوري ضروري ده كومه چې د  حکمران ګوند ریپبلکن پارټي په کنټرول كښې ده ۔د دې باوجود كه دا  قرارداد په سینیټ كښې منظور هم شي نو هم دې څخه  د ایران خلاف د پوځي کارروائۍ  په مکمل توګه د مخ نيوي امکان لږ دے ځكه چې صدر ډونلډ  ټرمپ دا ویټو کولې شي  او د دغې  ویټو کالعدم ګرځولو لپاره  په دواړو  ایوانونو كښې  په دريو كښې د دوو غړو  د قرارداد ملاتړ  پكار دے۔