اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د هندي آرمي چيف د سندور 2.0 په اړه بيان د عسکري ضرورت نه زيات كورنيو مسئلو څخه د پام اخوا كولو هڅه ده، په معرکه حق كښې د پاکستان لخوا ماتې او پخپلو سياسي عزائمو كښې د ناكامۍ نه پس هند د پاكستان مخالف بيانيو سهارا اخستل پېل كړې ده٬ د پاکستان د زيات شوي نړيوال تشخص او د هند پرله پسې …
د هندي آرمي چيف د سندور 2.0 په اړه بيان د عسکري ضرورت نه زيات كورنيو مسئلو څخه د پام اخوا كولو هڅه ده۔ پوهان

مزید خبریں
اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د هندي آرمي چيف د سندور 2.0 په اړه بيان د عسکري ضرورت نه زيات كورنيو مسئلو څخه د پام اخوا كولو هڅه ده، په معرکه حق كښې د پاکستان لخوا ماتې او پخپلو سياسي عزائمو كښې د ناكامۍ نه پس هند د پاكستان مخالف بيانيو سهارا اخستل پېل كړې ده٬ د پاکستان د زيات شوي نړيوال تشخص او د هند پرله پسې ناكامو مودي سركار يو ځل بيا په ډرامه كولو مجبوره كړے دے٬ د هندي آرمي چيف د سندور 2.0 په اړه بيان دا سوال پورته كوي چې آيا دا د سياسي او عسكري عزائمو د ناكامۍ اعتراف دے يا د كورنيو مسئلو نه د پام اخوا كولو سياسي هڅه ده٬ د هندي پوځ مشر خپله اعتراف په عصري مېدان جنګ كښې په هر نقل و حركت د مخالف فريق نظر وي او څه هم پټېدې نشي٬ عسكري چمتوالي٬ شريكې همكارۍ (Synergy) او د انفارميشن آپريشنز په مېدان كښې هندي پوځ چېنلجز سره مخ دے۔ د يادونې وړ ده چې د هندي آرمي چيف د سندور ټو په اړه بيان په داسې وخت كښې رامخې ته شوې دې كله چې په هند كښې د مودي سركار د ناقص پاليسو په ضد غږونه پورته كېږي، په هندي حكومت زيات شوې سياسي٬ سماجي او معاشي فشار د پاکستان مخالف بيانيې د جوړولو موجب جوړېږي، د جالندھر چاٶدنه، پاکستان سره په روابط د ګرفتارو دعوے او په ملګرو ملتونو كښې ناسمه بيانيه هم د هند د كورنيو ناكامو څخه د پاك اخوا كولو سلسلے كړۍ ده٬ د پوهانو له مخې د “سندور 2.0” تصور د عسکري ضرورت نه زيات د سياسي تقاضو عكاس ښكاري٬ يو داسې پوئي آپريشن كوم چې يو كال وروسته هم “جاري” وي ثبوت دے چې د دې سياسي او په ستراتېژك مقاصدو ترلاسه كولو كښې هند پاتې راغلے۔ د پوهانو وېنا ده چې حکمران جماعت او ګودي ميډيا د پاکستان مخالف بيانيه جوړي چې مقصد ئې اولسي اولسي پام رياستي ترهګرۍ٬ كورنې فشار او د معاشي بحران څخه اخوا كول دي، پوځي معاملے د سياسي بيانيې برخه جوړولو سره په عسكري پرېكرو د سياسي اثراتو په اړه سوالونه رامخې ته كوي








