اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د ترهګرۍ سوچ او د انتها پسندانه پاليسو له امله افغان طالبان رجيم نن هم نړيوالې تنهائۍ سره مخ دي، په ضد ئې نړيوال اعتراضات ورځ په ورځ زياتېږي او د بشري حقونو تنظيمونه هم د دوي په ضد مېدان ته راوتي دي٬ د انټرنيشنل فيډريشن فار هيومن رائټس پشمول 82 نورو نړيوالو نتظيمونو د افغان طالبان پلاوي په جون كښې د …
افغان طالبان رجيم نړيوالې تنهائۍ سره مخ٬ د بشري حقونو تنظيمونه هم د دوي په ضد مېدان ته راووتل

مزید خبریں
اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د ترهګرۍ سوچ او د انتها پسندانه پاليسو له امله افغان طالبان رجيم نن هم نړيوالې تنهائۍ سره مخ دي، په ضد ئې نړيوال اعتراضات ورځ په ورځ زياتېږي او د بشري حقونو تنظيمونه هم د دوي په ضد مېدان ته راوتي دي٬ د انټرنيشنل فيډريشن فار هيومن رائټس پشمول 82 نورو نړيوالو نتظيمونو د افغان طالبان پلاوي په جون كښې د برسلز په ممكنه دوره د تشويش څرګندونه كړې ده۔ د بشري حقونو تنظيمونو اروپائي ائتلاف څخه افغان طالبانو سره د سياسي او سفارتي روابطو د نه جوړولو پرزور مطالبه كړې ده ۔ تنظيمونو زور راوړې دې چې طالبان د افغانانو نمائندګان نه دي او نه د همكارۍ يا د نمائنده عمل له مخې اقتدار كښې راغلي دي۔ د انصاف نړيوال عدالت په صنفي مظالمو د دوه سينئر طالبان مشرانو وارنټ جاري كړے دے او يو شمېر غړي د اروپائي اېتلاف بندېزونو په فهرست كښې شامل دي۔ د پوهانول ه مخې غير منتخب طالبان رجيم له سپيس وركول به د افغانستان د كروړونو په شمېر د اولس غږ د پښو لاندې كولو مترادف وي۔ دوي ووئيل چې افغانان په خاص توګه د مېرمنو بنيادي حقونو ته رسنې او د نړيوالو لوظنامو تر بشپړتيا افغان طالبان رجيم دې تسليمېدې نشي۔








