مکه مکرمه 30 مئي (اے پي پي) پاکستان لپاره يو تاريخي او شاندار کاميابي، د پاکستان حج مشن ډائريکټر جنرل عبدالوهاب سومرو ته د حج كال 2026 په مهال مثالي قيادت او د شاندار خدماتو په اعتراف كښې پرله پسې په دوېم كال هم معتبر 'لبيتم ايکسيلنس ايوارډ" وركړے شوے٬ د يه باوقار ايوارډ په سعودي عرب كښې د حج سيزن په پائې كښې د لوي كچې دستوره (حفل ختم …
د سعودي د حج وزير ډاکټر توفيق الربيعه د پاکستان د حج ډي جي عبدالوهاب سومرو له معتبر”لبيتم ايکسيلنس ايوارډ” وركړو

مزید خبریں
مکه مکرمه 30 مئي (اے پي پي) پاکستان لپاره يو تاريخي او شاندار کاميابي، د پاکستان حج مشن ډائريکټر جنرل عبدالوهاب سومرو ته د حج كال 2026 په مهال مثالي قيادت او د شاندار خدماتو په اعتراف كښې پرله پسې په دوېم كال هم معتبر ‘لبيتم ايکسيلنس ايوارډ” وركړے شوے٬ د يه باوقار ايوارډ په سعودي عرب كښې د حج سيزن په پائې كښې د لوي كچې دستوره (حفل ختم الحج 1447 ھ) په مهال د سعودي د حج و عمره وزير ډاکټر توفيق بن فوزان الربيعه خپله وركړے دے٬ د رياست دا اعليٰ ترين اعزاز د سعودي د حج و عمره وزارت لخوا د حج مشن ھغه نړيوالو مشرانو ته وركولې كږي څوك چې د “ضيوف الرحمن” د لوي څښتن د مېلمنو خدمت لپاره غېر معمولي نظم و ضبط، دور انديش قيادت او د جديد ډيجيټل طريقه کار د بهترين استعمال څرګندونه كوي۔ د دستورې په مهال ډي جي عبدالوهاب سومرو ووئيل دا نړيوال اعزاز د پاكستان د حج ټول مشن د خوارۍ نتيجه ده٬ مونږ د لوي څښتن شكر ادا كوٶ چې مونږ له ئې حج كوٶنكو ته د دومره اعليٰ معيار خدمت كولو توفيق او همت راكړې٬ بلخوا د مذهبي چارو وزارت پشمول بېلو سماجي او سفارتي حلقه جات ډي جي عبدالوهاب سومرو د ډاکټر توفيق بن فوزان الربيعه لخوا د دې نړيوال ايوارډ په ترلاسه كولو مباركي وړاندې كوي او دا د پاكستان حج په انتظاماتو په تاريخ كښې يو سنګ ميل ګرځوي۔








