اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د داعش خراسان څانګې (داعش-خراسان) لخوا د مېنځني اسيائي رياستونو او په روسيه كښې د ترهګرو بهرتۍ زياتې شوې پېښې ھغه اندېښنې ته وده وركوي چې طالبان په انتظام كښې افغانستان اوس يوازې يو جنګ ځپلې هېواد نه دې پاتې بلكې د ترهګرو٬ انتها خوښو او د پولې پورې اړخ ته کارروائيو لپاره د يو نوي مركز په توګه كښې رامخې ته كېږي۔ …
افغانستان د ترهګرو برامد كولو په مركز كښې بدل شوے

مزید خبریں
اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د داعش خراسان څانګې (داعش-خراسان) لخوا د مېنځني اسيائي رياستونو او په روسيه كښې د ترهګرو بهرتۍ زياتې شوې پېښې ھغه اندېښنې ته وده وركوي چې طالبان په انتظام كښې افغانستان اوس يوازې يو جنګ ځپلې هېواد نه دې پاتې بلكې د ترهګرو٬ انتها خوښو او د پولې پورې اړخ ته کارروائيو لپاره د يو نوي مركز په توګه كښې رامخې ته كېږي۔ د روسيه د وفاقي امنيتي سروس (ايف ايس بي) ډائريکټر اليګزينډر بورټنيکوف د آزاد رياستونو د دولت مشترکه (سي آئي ايس) د امنيتي ادارو مشرانو په غونډه كښې ووئيل چې داعش خراسان د تاجکستان، ازبکستان، کرغزستان او قازقستان د وګړو نه علاوه په روسيه كښې مېشته كډوال هم د ترهګرو په تنظيمونو كښې شاملولو لپاره هڅې كوي٬ د روسيه خبري اژانس تاس له مخې ده ووئيل چې سي آئي ايس هېوادونو كښې د ترهګرۍ پټ نېټ وركس جوړولې كېږي٬ د مالي وسائلو لارې جوړېږي او د ترهګرۍ بريدونو پلان جوړېږي۔ بورټنيکوف ووئيل چې ايف ايس بي د تاجکستان امنيتي ادارو سره په ګډه سږ كال د ترهګرو يو سېل بې اثره كړے دے كوم چې د لويو بريدونو پلاننګ كولو۔ د امنيتي پوهانو له مخې د داعش خراسان لخوا د مېنځني آسياء څخه تر روسيه د كډوالو بهرتۍ دائره پراخه كول د دې خبرې غمازي كوي چې افغانستان په منطقه كښې د انتها خوښو منظم بھرتي، نيټ ورکنګ او د ترهګرۍ ودې مرکز جوړېږي۔ ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو مانيټرنګ ډلې ٬ د امريكې ادارے سيګار، د روسيه چارواكي او سيمه ايز امنيتي رپورټس بيا بيا خبردار كړے شوے دي چې په افغانستان كښې د 20 نه زيات د ترهګرۍ تنظيمونه او نزدې د 20 نه تر 23 زره جنګيالي موجود دي، چې پكښې داعش خراسان، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، القاعدہ او ايسټ ترکستان اسلامک موومنټ شامل دي۔ د امنيتي تجزيه كارو له مخې اندازاً د دوه نه تر درې زره داعش خراسان٬ د 5 نه تر 7 زره ټي ټي پي جنګيالي په افغانستان كښ ې موجود دي او د انتها پسند تنظيمونو د بهرتۍ سلسله جاري ده۔ تجزيه كارو خبردار وركړے دے چې په افغانستان كښې موجود دا صورتحال اوس يوازې داخلي مسئله پاتې نه ده بلكې په نړيواله كچه د ترهګرۍ٬ شدت خوښۍ او د پولې پورې غاړې د بريدونو د زيات شوي خطر سبب جوړېږي۔








