رياض 27 مئي (اے پي پي) د سعودي شمارياتو لپاره جنرل اتھارټۍ اعلان كړے دے چې په حج كال 2026 كښې په مجموعي توګه 17 لكه 7 زره 310 حاجياتو د حج مقدس فريضه ادا كړې ده او دا شمېره د تېر كال په مقابل كښې 2.04 فيصده زياته ده۔ د ايس پي اے له مخې بهر هېوادونو سره 15 لكه 46 زره 655 حاجيان بېلو رياستونو څخه سعودي عرب …
په سږني كال 17 لكه 7 زره 310 كسانو د حج فريضه ادا كړه۔ د سعودي چارواكي

مزید خبریں
رياض 27 مئي (اے پي پي) د سعودي شمارياتو لپاره جنرل اتھارټۍ اعلان كړے دے چې په حج كال 2026 كښې په مجموعي توګه 17 لكه 7 زره 310 حاجياتو د حج مقدس فريضه ادا كړې ده او دا شمېره د تېر كال په مقابل كښې 2.04 فيصده زياته ده۔ د ايس پي اے له مخې بهر هېوادونو سره 15 لكه 46 زره 655 حاجيان بېلو رياستونو څخه سعودي عرب ته راغلي او په كورنۍ كچه د حج كوٶنكو شمېره يو لك 60 زره 646 وه۔ د اتھارټۍ وېنا ده چې بهرنۍ او په كورنۍ كچه په راغلې حاجياتو كښې د ناريناٶ شمېره 8 لكه 93 زره 396 وه او د مېرمنو شمېره 8 لكه 13 زره 905 وه۔ ٬ بهر هېوادونو څخه د فضائي سفر د لارې 14 لكه 85 زره 729٬ زمكيزو لارو څخه 54 زره 429 او سمندري لارو څخه 6 زره 497 حاجيان سعودي عرب ته رارسېدلي او د دوي تعلق 165 قامونو څخه دے٬ 3 لكه 88 زره 700 حاجيانو مکه روټ انيشټيو څخه ګټه پورته كړې٬ دغسې د حج اپرېشنز لپاره د كار كوونكو شمېره زياتېدو سره 4 لكه 20 زره 70 ته رسېدلې خو د والينټيئرز په شمېره كښې تقريبا 22 فيصده کمې راغلے دے دغه شمېره د 34 زره 540 نه كمېدو څخه 26 زره 701 ته راغلے ده۔








