تېر كال په نړۍ كښې د شخړو له امله هر ١٤ منټه پس يو وګړے له مينځه تللے  ٬ د ملګرو ملتونو راپور

  ملګري ملتونه  ۔21مئی (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري  انسانیمرستې د چارو  ادارې يو اعلیٰ عهدیدار انکشاف کړے دے  چې تېر كال په ګرده نړۍ كښې د وسله والو شخړو  په مهال هر  14 منټه پس يو وګړے  له مينځه تللے دے  ۔ د شنهوا تر مخه دا  انکشاف د ملګرو ملتونو  د بشري چارو  (اوسي ایچ اے) ډائریکټر آپریشنز و ایډووکیسی ایډم ووسورنو د شورو په …

 

ملګري ملتونه  ۔21مئی (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري  انسانیمرستې د چارو  ادارې يو اعلیٰ عهدیدار انکشاف کړے دے  چې تېر كال په ګرده نړۍ كښې د وسله والو شخړو  په مهال هر  14 منټه پس يو وګړے  له مينځه تللے دے  ۔ د شنهوا تر مخه دا  انکشاف د ملګرو ملتونو  د بشري چارو  (اوسي ایچ اے) ډائریکټر آپریشنز و ایډووکیسی ایډم ووسورنو د شورو په ورځ  په سلامتي کونسل كښې د وسله والو  شخړو كښې د وګرو تحفظ  په اړه   مباحثې كښېې وكړو ۔هغه ووئېل  حقیقي شمېره  د دې نه دېره زياته ده ”، په خاص توګه جمهوریه کانګو، سوډان، یوکرین او  مقبوضه فلسطین سيمو پشمول په نورو د شخړو ځپلو سيمو كښې وګري د سخت ځاني زيان سره مخ دي۔په دې لړ كښې بین الادارہ جاتي مستقل کمیټۍ (Inter-Agency Standing Committee) د مشر د اړخه  شريك بیان كښې وئېلې شوي دي  په نړۍ كښې د  جنګونو په مهال د نړيوال، بشري اود انساني حقونو د قوانین ښكاره خلاف ورزۍ زياتېږي  ۔بیان كښې زياته كرې شوې  “په مختلف جنګي سيمو كښې د وګړو ، په خاص توګه د كوچنيانو مرګونه ، ژوبل كېدل او بے كوره كېدو شرح تر تشویشناک حد زياته شوې ده ۔هغه خبردارے وركړو چېد  جنګي تګلارې په توګه د جنسي تشدد  استعمال کېږي  چې ورسره په  خاص توګه د مېرمنې او انجونه متاثره كېږي  او  ان   زندګۍ تباہ كېږي ۔د بیان تر مخه  كورونو، سکولونو ، عبادت خانو ، روغتونونو ، تر دې چې د زېږون وارډز هم په نښه كولې شي او د اوبو د وركړې   نظام، ټرانسپورټ نیټ ورک، بازارونه او د  خوراک  پیداوار ډھانچه هم تباہ یا متاثره كېږي ۔