ریاض۔21مئی (اے پي پي ) د سعودي عرب شاهي كورنۍ د مېلمنو دوه ډلې حج لپاره سعودي عرب ته ورسېدې ۔ د اردو نیوز ترمخه تېره ورځ د سعودي د اسلامي چارو وزارت اعلی چارواكو حج لپاره د سعودي عرب ته د دوو شاهي مېلمنو ډلو په رسېدو تود هر كلے وكړو ۔ وزارت بیان كښې وئېلي دي ضیوف خادم د حرمین شریفین پروګرام حج وعمرہ تر مخه سږ …
د شاهي مېلمنو دوه ډلې حج لپاره سعودی عرب ته ورسېدلې

مزید خبریں
ریاض۔21مئی (اے پي پي ) د سعودي عرب شاهي كورنۍ د مېلمنو دوه ډلې حج لپاره سعودي عرب ته ورسېدې ۔ د اردو نیوز ترمخه تېره ورځ د سعودي د اسلامي چارو وزارت اعلی چارواكو حج لپاره د سعودي عرب ته د دوو شاهي مېلمنو ډلو په رسېدو تود هر كلے وكړو ۔ وزارت بیان كښې وئېلي دي ضیوف خادم د حرمین شریفین پروګرام حج وعمرہ تر مخه سږ كال به د 104 هېوادونو نه دوه نيم زره كسان د حج قريضه ادا کوي۔وزارت وئېلي دي په دوو ډلو كښې د 75 هېوادونو نه 1735 كسان مملکت ته رارسېدلي دي ۔ په دې موقع شاهي مېلمنو د مملکت د اعلی قیادت په خاص توګه مننه وكړه چا چې د غوره انتظامات كړي دي۔ د اردن وزارت مشیر عبدالرحمان الذنیبات ووئېل شاهي مېلمستيا كښې د حج پروګرام تر مخه ډېر په منظم ډول مثالی خدمات وركرې كېږي۔۔ د اردن د قانوني چارو صلاححكار ډاکټر مصطفی النوایسه ووئېل مملکت كښې ډیجیټل ترقۍ څخه د حج سفر له سهولت تر لاسه شوے دے ، عازمین په اطمینان و سکون سره فریضه ادا كوي ۔








