امريکه دې د تائيوان په معامله د ډېر احتياط نه كار واخلي۔ چين

  بيجنګ 20 مئي (اے پي پي) چين وئيلي دي امريکا دې د تائيوان په معامله د ډېر احتياط نه كار واخلي۔ د سي جي ټي اين له مخې د چين د رياستي کونسل له مخې د تائيوان چارو دفتر وياند د شورو په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال ووئيل د تائيوان مسئله د چين او امريکې د حكومتي مشرانو ترمېنځه د اوسنيو خبرو په مهمو موضوعاتو كښې يوه …

 

بيجنګ 20 مئي (اے پي پي) چين وئيلي دي امريکا دې د تائيوان په معامله د ډېر احتياط نه كار واخلي۔ د سي جي ټي اين له مخې د چين د رياستي کونسل له مخې د تائيوان چارو دفتر وياند د شورو په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال ووئيل د تائيوان مسئله د چين او امريکې د حكومتي مشرانو ترمېنځه د اوسنيو خبرو په مهمو موضوعاتو كښې يوه وه، مونږ هيله لرو چې امريکا به د يو چين اصول او د چين امريکې د مشترکه اعلاميو پالنه وكړي۔ ده د دې توقع څرګندونه وكړه چې امريکا دې د تائيوان په معامله كښې ډېر د احتياط نه كار واخلي او د “تائيوان د بېلتون خوښو” قواو ته به غلط پېغام نه لېږي بلكې د عملي اقدامات د لارې به د چين امريكې اړيكو  زياتولو او په آبنائے تائيوان  كښې  د امن و استحکام تحفظ لپره به كردار ولوبوي۔