نوے ډيلے 19 مئي (اے پي پي) د مذهبي آزادۍ امريكائي کميشن د هندوانو په انتها پسند ګروپ "آر اېس اېس" راشټريه سويم سېوك سنګھ د بنديز لګولو سفارش كړے دے۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې رائټرز خپل يو رپورټ كښې د كمېشن حوالې سره وئيلي چې آر اېس اېس د اقليتونو په ضد د تشدد او عدم برداشت اقدامات كوي۔ كمېشن خپلو سفارشاتو كښې د آر اېس …
د مذهبي چارو آزادۍ امريكائي کمېشن د هندوانو په انتها پسند ګروپ “آر ايس ايس” د بنديز لګولو سفارش

مزید خبریں
نوے ډيلے 19 مئي (اے پي پي) د مذهبي آزادۍ امريكائي کميشن د هندوانو په انتها پسند ګروپ “آر اېس اېس” راشټريه سويم سېوك سنګھ د بنديز لګولو سفارش كړے دے۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې رائټرز خپل يو رپورټ كښې د كمېشن حوالې سره وئيلي چې آر اېس اېس د اقليتونو په ضد د تشدد او عدم برداشت اقدامات كوي۔ كمېشن خپلو سفارشاتو كښې د آر اېس اېس اثاثې كنګل كولو او په امريكا كښې ددې په داخلېدو د بنديز لګولو تجويز وركړے دے۔ د رپورټ له مخې آر اېس اېس د بندېز نه بچ كېدو لپاره نړيوال لابنګ كمپائن پېل كړے دے او د فشار زياتېدو نه پس د آر اېس اېس مشران په امريكا٬ برتانيه او المان كښې هڅې كوي۔ د سياسي پوهانو وېنا ده چې د مودي حكومت د خپلو شدت پسند نظرياتو له امله په نړيواله كچه فشار سره مخ دے ٬ د مودي آر اېس اېس سره تړون د هند شائننګ انډيا بيانيه ختمه كړې ده۔ د اقليتونو په ضد كركه او د تشدد كارروايۍ د اروپا او هند په اړيكو كښې لوے خنډ دے۔








