لبنان كښې د اسرائيلي بريدونو له امله د شهيد شويو شمېره 3000 څخه زياته شوه

  بيروت 19 مئي (اے پي پي)د لبنان روغتيا وزارت اعلان كړې دې چې د مارچ پېل څخه حزب الله سره د جنګ كولو په مهال  د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د شهيد شويو شمېره 3 زره څخه زياته شوه۔ د بي بي سي له مخې وزارت د مړو شويو شمېره 3020 ښودلې۔ د جنګ بندۍ باوجود د مړو شويو په شمېره كښې اضافه اندېښمنه ګرځولې شي۔ د لبنان …

 

بيروت 19 مئي (اے پي پي)د لبنان روغتيا وزارت اعلان كړې دې چې د مارچ پېل څخه حزب الله سره د جنګ كولو په مهال  د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د شهيد شويو شمېره 3 زره څخه زياته شوه۔ د بي بي سي له مخې وزارت د مړو شويو شمېره 3020 ښودلې۔ د جنګ بندۍ باوجود د مړو شويو په شمېره كښې اضافه اندېښمنه ګرځولې شي۔ د لبنان روغتيا وزارت له مخې د اپرېل 17مې نېټې څخه د جنګ بندۍ پېل كېدو نه پس تراوسه 400 څخه زيات كسان مره شوي دي۔ د جنګ بندۍ لوظ نامې باوجود د مرګونو شمېره كښې پرله پسې اضافه كيږي۔لبنان او اسرائيل د جمعې په ورځ د جنګ بندۍ موده كښې د نورو 45 ورځو په پراختيا كولو اتفاق كړے او مذاكرات د جون په پېل كښې بيا تمه كيږي۔