چين كښې د زلزلې له امله 13 ودانۍ ويجاړې شوې ٬ګڼ شمېر كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شول

  بيجنګ 18 مئي (اے پي پي)په چين كښې د زلزلې له امله 13 ودانۍ پريوتې دي چې له امله يۍ د دوه كسانو د مړه كېدو اطلاعات ترلاسه شوي دي۔ سيمه كښې د مرستې كاروائۍ روانې دي۔ د برتانيې خبري اژانس ادارې رائټرز له مخې د چين سوئېلي لوئيديزې ګوانكشي سيمه كښې د ګل په ورځ سهار د راغلې زلزلې شدت 5.2 و٬كومې سره چې ويره ترهه خپره شوې …

 

بيجنګ 18 مئي (اے پي پي)په چين كښې د زلزلې له امله 13 ودانۍ پريوتې دي چې له امله يۍ د دوه كسانو د مړه كېدو اطلاعات ترلاسه شوي دي۔ سيمه كښې د مرستې كاروائۍ روانې دي۔ د برتانيې خبري اژانس ادارې رائټرز له مخې د چين سوئېلي لوئيديزې ګوانكشي سيمه كښې د ګل په ورځ سهار د راغلې زلزلې شدت 5.2 و٬كومې سره چې ويره ترهه خپره شوې او 7 زره څخه زيات كسان محفوظ ځايونو پلو منتقل شول۔ د زلزلې نه پس د رېلوے چارواكو وئيلي دي چې تګ راتګ كښې په ممكنه توګه ستونزې رامخې ته شوي او د انفراسټركچر او رېلوے لائنز جائزه اخستلې كيږي۔