بیجنګ ۔15مئی (اے پي پي) د صدر شي جن پنګ او د ډونلډ ټرمپ تر مينځه په مهمو چارو اتفاقِ راغلے دے ۔د شنهوا تر مخه د چین خارجه وزارتِ وئېلي دي د چین صدر شي جن پنګ او د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ تر مينځه په دوه اړخيزه اړيكو او په نړيوالو چارو تفصیلي خبرې شوي دي ، چې پكښې دواړو لارښودو په ګنو نوو مشترکه نکات اتفاق …
د صدر شي جن پنګ او ډونلډ ټرمپ تر مينځه په مهمو چارو اتفاقِ

مزید خبریں
بیجنګ ۔15مئی (اے پي پي) د صدر شي جن پنګ او د ډونلډ ټرمپ تر مينځه په مهمو چارو اتفاقِ راغلے دے ۔د شنهوا تر مخه د چین خارجه وزارتِ وئېلي دي د چین صدر شي جن پنګ او د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ تر مينځه په دوه اړخيزه اړيكو او په نړيوالو چارو تفصیلي خبرې شوي دي ، چې پكښې دواړو لارښودو په ګنو نوو مشترکه نکات اتفاق كړے ۔د چین خارجه وزارتِ وياند تر مخه ملاقات كښې د چین او امریکې اړيكو پشمول نړغ ته په پیښو مهمو مسائلو خبرې شوي ۔ وياند ووئېل د دواړو لارښودو تر مينځه خبرې ګتورې او رغنده پاتي شوې، چې ترې شرېكې مرستې له وده تر لاسه شي ۔ خارجه وزارت زيات تفصیلات نه دي جاري كړي ، خو بیان كښې دا ملاقات د دواړو هېوادونو اړيكو لپاره مهم پیش رفت ګرځولے شو ے دے۔








