نوې ډيلې 14 مئي (اے پي پي) د هند اتر پردېش ايالت كښې د زيات طوفان ، باران او واروي له امله بېلو پېښو كښې 89 كسان مړه شول ۔ د برتانيې خبر رسني ادارې رائټرز له مخې رياستي ډيزاسټر مينجمنټ اينډ ريليف آفس د زيارت په ورځ ووئيل تيره ورځ زيات طوفان، باران او د ږلۍ له امله ګڼ شمير كسان مړه شول ۔ اتر پردېش ريليف کمشنر …
د هند اتر پردېش رياست كښې طوفان ، باران او ږلۍ وارېدو څخه تباهي، 89 كسان مړه

مزید خبریں
نوې ډيلې 14 مئي (اے پي پي) د هند اتر پردېش ايالت كښې د زيات طوفان ، باران او واروي له امله بېلو پېښو كښې 89 كسان مړه شول ۔ د برتانيې خبر رسني ادارې رائټرز له مخې رياستي ډيزاسټر مينجمنټ اينډ ريليف آفس د زيارت په ورځ ووئيل تيره ورځ زيات طوفان، باران او د ږلۍ له امله ګڼ شمير كسان مړه شول ۔ اتر پردېش ريليف کمشنر د سوشل ميډيا په پليټ فارم ايکس وئيلي دي تيره ورځ خراب موسم په لويه توګه تباهي وكړه چې پكښې 89 كسان مړه،53 ژوبل او 87 كورونو ته زيان رسيد٬ دغسې 114 څاروي هم مړه شوي۔ ټي وي فوټيج كښې كتلې كېدې شي چې د جاكړ له امله اوني او بل بورډز راپريوتي دغسې ځيني ګاړو او د سړك په غاړه سټالز ته هم زيان رسيدلے دے ۔








