بيروت 14 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (يونيسيف) وئيلي دي د جنګ بندۍ لوظنامې باوجود د تيري يوي اوونۍ په مهال لبنان كښې د لږ نه لږ 59 ماشومان مړه يا ژوبل شوې دي ۔شنهوا له مخې يونيسيف ووئيل د پرله پسې تشدد له امله ماشومان د زياتو جسماني او نفسياتي مسئلو سره مخ دي۔د لبنان د روغتيا وزارتِ شميري له مخې د 17 …
لبنان كښې د يوې اونۍ په مهال 59 ماشومان ژوبل، د يونيسيف لخوا د اندېښنې څركندونه

مزید خبریں
بيروت 14 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (يونيسيف) وئيلي دي د جنګ بندۍ لوظنامې باوجود د تيري يوي اوونۍ په مهال لبنان كښې د لږ نه لږ 59 ماشومان مړه يا ژوبل شوې دي ۔شنهوا له مخې يونيسيف ووئيل د پرله پسې تشدد له امله ماشومان د زياتو جسماني او نفسياتي مسئلو سره مخ دي۔د لبنان د روغتيا وزارتِ شميري له مخې د 17 اپريل په شپه نافذ شوې جنګ بندۍ نه پس تر اوسه د لږ نه لږ 23 ماشومان مړھ دغسې 93 ژوبل شو دي ۔رپورټ له مخې د 2 مارچ نه تر اوسه لبنان كښې په مجموعي توګه 200 ماشومان مړه او 806 ژوبل شوي۔د شورو په ورځ جنوبي او مينځني لبنان كښې د اسرائيل په بريدونو كښې د ميرمنو او ماشومانو پشمول 33 كسان مړه شوي۔دا معلومات د لبنان د پبلک هيلتھ ايمرجنسي آپريشنز سينټر او ځائې ميډيا وركړي۔يونيسيف مينځني ختيز او د شمالي افريقې ريجنل ډائريکټر ايډورډ بيګبيډر وئيلي دي ماشومان دا مهال په اسکولونو كښې پكار دي جې د ملګرو سره لوبي وكړي او د كومې يري ترهي نه د بهر وتللو موقع وركړې شي،خو هغوي د پرله پسې تشدد ښكار دي۔هغه خبردارے وركړو چې بيا بيا بريدونه او د تګ راتګ له امله لبنان كښې 7 لکهه 70 زره څخه زيات ماشومان د ذهنيفشار ښکار دي۔








