هند٬ په سختو بارانونو كښې 6 كسان مړه٬ يو شمېر ژوبل

  نوے ډيلے 13 مئي (اے پي پي) د هند په مهاراشټرا ايالت كښې د سختو بارانونو او طوفان له امله په رامخې ته شوو پېښو كښې د لږ نه لږ شپږ كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي دي چې پكښې درې ماشومان هم شامل دي۔ د شنهوا له مخې پوليس وئيلي دي  پېښې په سانګلي اولسوالۍ  كښې د نهې په ورځ ماښام ھغه مهال رامخې ته شوې كله …

 

نوے ډيلے 13 مئي (اے پي پي) د هند په مهاراشټرا ايالت كښې د سختو بارانونو او طوفان له امله په رامخې ته شوو پېښو كښې د لږ نه لږ شپږ كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي دي چې پكښې درې ماشومان هم شامل دي۔ د شنهوا له مخې پوليس وئيلي دي  پېښې په سانګلي اولسوالۍ  كښې د نهې په ورځ ماښام ھغه مهال رامخې ته شوې كله چې نزدې 350 كسان د ځائي مذهبي مېلې په لړ كښې په درمسال كښې موجود وو چې په دې مهال سيلۍ او  دسخت باران پېل شو چې په سبب ېې د عام ټين شيټس جوړه وداني او دېوالونه كېښناستل او خلق د مبلې لاندې ګېر شول٬ مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړے شوې او د پېښې په ځاے كښې د مرستې هلې ځلې روانې دي۔ د اولسوالۍ چارواكو د نورو بارانونو اود  سېلۍ امكان له مخئ خبردارے جاري كړے دے۔