د صوماليه صدر سره د سعودي نائب خارجه وزير ملاقات

  يوګانډا 13 مئي (اے پي پي) د صوماليه صدر ډاکټر حسن شېخ محمد د يوګانډا په پايه تخت کمپالا كښې د سعودي نائب خارجه وزير وليد الخريجي سره وليدل۔ د اېس پي اے له مخې د سعودي نائب خارجه وزير د سعودي قيادت لخوا د مباركۍ پېغام ورسولو او د صوماليه حكومت او اولس د پرله پسې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ئې خپله خوښي ښكاره كړه۔ په ملاقات كښې …

 

يوګانډا 13 مئي (اے پي پي) د صوماليه صدر ډاکټر حسن شېخ محمد د يوګانډا په پايه تخت کمپالا كښې د سعودي نائب خارجه وزير وليد الخريجي سره وليدل۔ د اېس پي اے له مخې د سعودي نائب خارجه وزير د سعودي قيادت لخوا د مباركۍ پېغام ورسولو او د صوماليه حكومت او اولس د پرله پسې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ئې خپله خوښي ښكاره كړه۔ په ملاقات كښې د سعودي عرب او د صوماليه اړيكو  په مضبوطولو او دې ته لا وده وركولو لپاره د تګلارو جاج واخستلے شو٬ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه