دوحه ۔13مئی (اے پي پي) د قطر وزیراعظم و خارجه وزير محمد بن عبد الرحمن آل ثاني د دې خبرې تصدیق کړے دے چې دوحه په منطقه كښې د استحکام بحالۍ لپاره په خلیجي هېوادونو كښې د شراکت دارو سره خپله همغږي روانه ساتلې ده ۔هغه دوحه كښې د خپل ترك هم منصب هاقان فیدان سره يو پریس کانفرنس كښې په دې خبره زور راوړو چې د امرېكې پشمول …
د پاكستان كردار ډېر مهم دے ٬ خليجي هېوادونو سره زمونږ همغږي هغسې دوامداره ده٬ قطر

مزید خبریں
دوحه ۔13مئی (اے پي پي) د قطر وزیراعظم و خارجه وزير محمد بن عبد الرحمن آل ثاني د دې خبرې تصدیق کړے دے چې دوحه په منطقه كښې د استحکام بحالۍ لپاره په خلیجي هېوادونو كښې د شراکت دارو سره خپله همغږي روانه ساتلې ده ۔هغه دوحه كښې د خپل ترك هم منصب هاقان فیدان سره يو پریس کانفرنس كښې په دې خبره زور راوړو چې د امرېكې پشمول د منطقې او د ټولې نړۍ لپاره د پاکستان کردار ډېر مهم دے ۔ هغه اشاره وكره چې قطر او ترکیه د پاکستان د ثالثۍ مرسته كوي ۔د دې سره هغوي په متنبه توګه ووئېل منطقه د نازکو حالاتو څخه تېرېږي چې پرې د وروڼرو او دوست هېوادونو سره مشاورت ته ضرورت دے هغه له خپلې او د ترک خارجه وزير لخوا د امریکې او ایران تر مينځه ثالثۍ لپاره د پاکستان د کردار د ملاتړ تصدیق وكړو ۔ هغوي هيله ولرله چې د آبنائے هرمز تنګے به پرانستلې شي اور د سمندري بېړيو تتك راتګ به باوري كړے شي








