پینځه شپته زره پاكستاني عازمين سعودي عربستان ته ورسېدل ، د حج آپرېشنز 55 فیصد برخه ترسره شوه

  مکه مکرمه ۔12مئی (اے پی پی) پاكستان څخه حج 2026 لپاره د عازمينو سعودي عربستان ته د رسېدو لړۍ روانه ده او تر دې دمه په مجموعي توګه 65,657 سرکاری عازمین سعودي عربستان ته رسېدلې دي كوم چې د پاكستان د ټولې سركاري حج كوټه 55 فیصد دي۔ دا مهال لويې شمېر عازمين 61,607 (94 فیصد) په مكه مكرمه او 4,050 عازمین (6 فیصد) مدینه منوره كښې موجود دي۔ …

 

مکه مکرمه ۔12مئی (اے پی پی) پاكستان څخه حج 2026 لپاره د عازمينو سعودي عربستان ته د رسېدو لړۍ روانه ده او تر دې دمه په مجموعي توګه 65,657 سرکاری عازمین سعودي عربستان ته رسېدلې دي كوم چې د پاكستان د ټولې سركاري حج كوټه 55 فیصد دي۔ دا مهال لويې شمېر عازمين 61,607 (94 فیصد) په مكه مكرمه او 4,050 عازمین (6 فیصد) مدینه منوره كښې موجود دي۔ تر دې دمه په مجموعي توګه 262 حج پروازونه سعودي عربستان ته رسېدلې دي۔ د عازمینو لارښودنې او مرستې لپاره د مذهبي چارو په ګڼ شمېر وګړو مشتمله عمله تعينات ده ٬ تر دې دمه په مجموعي توګه 1,322 اهلکارو (84 فیصد) خپلې ذمه وارۍ سنبال كړې دي۔ دې سره سره په مكه او مدينه منوره كښې په مقامي توګه د 893 خدامو خذمات ترلاسه كړې شوي دي۔ په مكه مكرمه كښې حجاج كرام لپاره 294 بسونه او كوسټرې تعينات كړې شوي دي۔ په مكه مكرمه كښې 33 او مدینه منورہ كښې د 3 ډسپنرسريز په شمول په مجموعي توګه 36 طبی مركزونه جوړ كړې شوي دي چرته چې تر دې دمه 27,406 رنځورانو ته آؤټ ډور طبي مرسته وركړې شوې ده۔ د عازمينو د شكايتونو فوري ازالې له يو په زړه پورې نظام موجود دے