نوے ډيلے 11 مئي (اے پي پي) هند چين سره په لائن آف ايکچوئل کنټرول پوله ايزو سيمو كښې د پوځ ملاتړ لرونكي اېف اېم رايډيو سټيشنز شمېره زياته وي كومه چې مبصرين په حساس پوله ايزو سيمو كښې په مېشته كسانو كښې پوځي اثر و رسوخ زياتولو او يوه نوې بيانيه جوړولو هڅه ګرځوي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې هندي پوځ د خپل "سدبھاونا پراجيکټ" او د …
هند پروپيګنډے لپاره په ايل اے سي د ايف ايم رايډيو سٹيشنز شمېره زياته وي

مزید خبریں
نوے ډيلے 11 مئي (اے پي پي) هند چين سره په لائن آف ايکچوئل کنټرول پوله ايزو سيمو كښې د پوځ ملاتړ لرونكي اېف اېم رايډيو سټيشنز شمېره زياته وي كومه چې مبصرين په حساس پوله ايزو سيمو كښې په مېشته كسانو كښې پوځي اثر و رسوخ زياتولو او يوه نوې بيانيه جوړولو هڅه ګرځوي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې هندي پوځ د خپل “سدبھاونا پراجيکټ” او د حکومت د “وائبرينټ ويلجز” پروګرام له مخئ د تېرو اتلس مياشو په مهال په هماچل پرديش او اتراکھنډ كښې يو شمېر اېم اېف سټېشنز جوړ كړې دي٬ يه سټيشنز خپل پروګرامونه په ځائي ژبو كښې خپروي چې پكښې زراعت، سېلګري، د موسم تازہ صورتحال، سرکاري سکيمونه او په پوځ كښې د بهرتۍ موقعو پلو پام ګرځولې كېږي۔ د هندي چارواكو وېنا ده چې سټېشنز لرې پرتو سيمو كښې تش په نامه د ناسم خبرونو مخه نيولو لپاره هم استعمالولې كېږي چرته چې مواصلاتي نېټ ورك كمزورې دے٬ د چين پولې سره نزدې سيمو كښې چې پكښې کنور، سپتي، جوشي مټھ، پتھورا ګړھ او هرسل شامل دي دا خپرونې هره ورځ د 12 نه تر 14 ساعتونو خپرولې كېږي۔ د مبصرينو وېنا ده چې دا اقدام په حساس سيمو كښې پروپيګنډه ټولز او په خاص معلوماتو د هند د زيات شوي انحصار عكاسي كوي۔ مبصرين وائي چې خېر ښګړې او د رابطو جوړولو په شا دا ډول اقدامات رياستي اثر و رسوخ مضبوطول او په پوله ايزو سيمو كښې سركاري بيانيې ته وده وركولو لپاره استعمالولې كېږي۔








