ليبيا كښې په ډرون بريد كښې 5 امنيتي اهلکار مړه شول

  طرابلس 11مئي  (اے پي پي) د ليبيا لويديز ښار الزاويه كښې په ډرون بريد كښې د امنيتي ځواكونو  5 اهلکار مړه او ګڼ شمير ژوبل شول ۔شنهوا له مخې د ليبيا ګورنمنټ آف نيشنل يونټي سره تړون لرونكي “اينټي سکيورټي تھريټس اپريټس” په خپل بيان كښې ووئيل دا اهلکار  د جمعې په ورځ  د يو شريك سيکيورټي آپريشن په مهال په نښه شوي۔د کارروائي  د جوائنټ سکيورټي چيمبر او …

 

طرابلس 11مئي  (اے پي پي) د ليبيا لويديز ښار الزاويه كښې په ډرون بريد كښې د امنيتي ځواكونو  5 اهلکار مړه او ګڼ شمير ژوبل شول ۔شنهوا له مخې د ليبيا ګورنمنټ آف نيشنل يونټي سره تړون لرونكي “اينټي سکيورټي تھريټس اپريټس” په خپل بيان كښې ووئيل دا اهلکار  د جمعې په ورځ  د يو شريك سيکيورټي آپريشن په مهال په نښه شوي۔د کارروائي  د جوائنټ سکيورټي چيمبر او الزاويه سکيورټي ډائريکټوريټ په سپارښتنه  كېدو ، دغسې په دې كښې  د پراسيکيوټر آفس او عدالتي ادارو معاونت هم شامل ؤ۔بيان له مخې سکيورټي فورس ډرون بريد كړے،چې په نتيجه كښې ئې آپريشن كښې شامل اهلکار په ټكي مړه او نور ژوبل شوي دي۔دغسې د بريد ذمه واره كومه ډله نه ده ګرځولې شوي۔چارواكو ووئيل  د آپريشن مقصد  د منظمو جرمونو ، د نشه اي توكو  او د قاچاق ،بشري قاچاق مخ نيوي سره د تاوان لپاره د تښتوونكو غلو  په ضد کارروائي کول وو۔