اسلام آباد۔10مئ (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګېلاني د آپریشن بنیان مرصوص په يو کال تر سره كېدو په یوم ’’معرکه حق‘‘ خپل خاص پیغام كښې وئېلې دي معرکه حق په نړۍ واضح کړه چې پاکستان د خپلې خودمختارۍ او سلامتیا تحفظ لپاره په هر كچه عزم لري۔ د سینیټ سیکرټریټ د اړخه د اتورار په ورځ د جاري بيان تر مخه خپل خاص پېغام كښې د …
آپریشن بنیان مرصوص د دښمن د جارحیت خلاف د پاكستان د وسله وال پوځ د پیشه ورہ صلاحیت په زړه پورې ځواب عملي ثبوت دے

مزید خبریں
اسلام آباد۔10مئ (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګېلاني د آپریشن بنیان مرصوص په يو کال تر سره كېدو په یوم ’’معرکه حق‘‘ خپل خاص پیغام كښې وئېلې دي معرکه حق په نړۍ واضح کړه چې پاکستان د خپلې خودمختارۍ او سلامتیا تحفظ لپاره په هر كچه عزم لري۔ د سینیټ سیکرټریټ د اړخه د اتورار په ورځ د جاري بيان تر مخه خپل خاص پېغام كښې د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل آپریشن بنیان مرصوص د دښمن د جارحیت خلاف د پاكستان د وسله والو ځواكونو د پیشه ورہ صلاحیت په زړه پورې ځواب عملي ثبوت دے۔ ده ووئېل معرکه حق نه يوازې عسکري کامیابي نه بلکې د ټول قام د اتحاد، ایمان او غیر متزلزل عزم علامت ده ۔چیئرمین سینیټ ووئېل د شهداء عظیمې قربانۍ د قام لپاره د وياړ باعثث دي۔ده ووئېل د پاکستان بوځ په هر ډګر د جرات، مهارت او قربانۍ نوے مثال جوړ كړے ۔چیئرمین ووئېل ځوانانو ، میډیا، په سفارتي محاذ فعاله كسانو ، سائنسمدارو او انجینئرز د قامي بیانیې مضبوطولو كښې مهم کردار ادا كړے ، قامي يو والے زمونږ اصل طاقت دے، متحد قام د هر چیلنج مقابله كولې شي۔د سېنېټ چیئرمین ووئېل د سیاسي و عسکري قیادت بصیرت او او د اولس باور پاکستان په هر ازمېښت كښې كامياب كړے دے ۔ ده ووئېل پاکستان امن ته پام لرنه كوي خو په پخپله خودمختارۍ او سيمه ايزې سلامتيا به كومه سمجھوته نه كوي۔ د سېنېټټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل قا نن د هغې عزم تجدید كوي چې د پاکستان يو مضبوط، مستحکم او وقار لرونكې ریاست جوړولو لپاره به متحد اوسېږو۔











