پېنډۍ 10 مئي (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منېر او چيف آف دې ائير سټاف ائير چيف مارشل ظهير احمد سدھو د معركه حق اولنۍ سالګرې په موقع اولس او د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو له د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې قامي يووالې ٬ احترام او تشكر سره لمانځلې كېدونكې دا مهمه ورځ …
د معركه حق اولنۍ سالګرې په موقع د عسكري مشرتابه اولس او پاك پوځ له مباركي

مزید خبریں
پېنډۍ 10 مئي (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منېر او چيف آف دې ائير سټاف ائير چيف مارشل ظهير احمد سدھو د معركه حق اولنۍ سالګرې په موقع اولس او د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو له د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې قامي يووالې ٬ احترام او تشكر سره لمانځلې كېدونكې دا مهمه ورځ د پېشه ور مهارت ٬ همت او د يووالي تلپاتې جذبې ثبوت دے۔ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د معركه حق د بريا اولني كال خوشحالۍ په موقع هغوي ووئيل وسله وال ځواكونه ټول عمري اولس سره يو برابر ولاړ پاتې شوي او قوم سره خپله نه ختمېدونكې رشته د خذمت جذبې سره په وياړ ترسره كوي۔ هغوي ووئيل معركه حق د قام په تاريخ كښې يو مهم پړاؤ ګرځېدلې دے كوم چې قامي عزم ٬ عسكري مهارت او د حكمت عملۍ د پختګۍ عكاسي كوي۔











