وزيراعظم شهباز شريف ګلګت بلتستان ته ورسېد،  ګورنر او لنډ مهاله وزيراعليٰ  سره ملاقاتونه٬ په پرمختيائي منصوبو او د امن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

  ګلګت 07 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګلګت بلتستان په يوه ورځنۍ دوره ګلګت رسېدلے دے ٬ ګلګت ته په رسېدو ګورنر سيد مهدي شاه او لنډ مهاله وزيراعلي جسټس (ر) يار محمد د وزيراعظم هركلے وكړو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان ل مخې وفاقي وزيران احسن اقبال، سردار اويس احمد خان لغاري، عطاء الله تارړ، انجينئرامير …

 

ګلګت 07 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګلګت بلتستان په يوه ورځنۍ دوره ګلګت رسېدلے دے ٬ ګلګت ته په رسېدو ګورنر سيد مهدي شاه او لنډ مهاله وزيراعلي جسټس (ر) يار محمد د وزيراعظم هركلے وكړو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان ل مخې وفاقي وزيران احسن اقبال، سردار اويس احمد خان لغاري، عطاء الله تارړ، انجينئرامير مقام، عبدالعليم خان، ډاکټر خالد مقبول صديقي او  سلاحكار رانا ثناء الله او طلحه بركي هم وزيراعظم سره ملګري دي۔ وزيراعظم د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه او لن ډمهاله وزيراعليٰ جسټس (ر) يار محمد سره جلا جلا ملاقتونه وكړل  او په دې موقع يې  په ګلګت بلتستان كښې د روانو پرمختيائي منصوبو په پېشرفت٬ د صوبېد  امن  په صورتحال  او نورو چارو د خيالاتو څرګندونهوكړه ۔ وزيراعظم به ګلګت بلتستان لپاره د تجديد وړ توان (سولر بجلي)، سيف سټيز، ليپ ټاپ سکيم او يوتھ بزنس و ايګري لون سکيم پرناستې كولو سره په ګلګت بلتستان  كښې د څلورو دانش سكولونو د بنياد تيګه هم اېږدي