پاکستان شريك احترام او د ګډې مقادو په بنياد اسلامي نړۍ سره د ګټورو روابطو عزم لري۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري د شپږم نړيوال پېغام اسلام كنفرنس ګډون كوونكو ته وېنا

  اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې پاکستان شريك احترام او د ګډې مقادو په بنياد اسلامي نړۍ سره د ګټورو روابطو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د شپږم نړيوال پېغام اسلام كنفرنس د پائې دستوره كښې ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وفاقي وزير سردار محمد يوسف، د پاکستان علماء …

 

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې پاکستان شريك احترام او د ګډې مقادو په بنياد اسلامي نړۍ سره د ګټورو روابطو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د شپږم نړيوال پېغام اسلام كنفرنس د پائې دستوره كښې ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وفاقي وزير سردار محمد يوسف، د پاکستان علماء کونسل چيئرمين حافظ  طاہر محمود اشرفي، پخواني وزيراعظم راجه پرويز اشرف، سينيټر سليم مانډوي والا، د سعودي عرب او فلسطين پشمول د اسلامي هېوادونو سفيرانو، مفتي اعظم فلسطين محمد احمد حسين او علماء کرامو ګډون كړې۔ صدر مملکت د پاکستان پشمول ګردې نړۍ څخه په كنفرنس كښې د ګډون كوونكو علماٶ په خاص توګه د فلسطين مفتي اعظم و قاضي القضا او د سعودي عرب د مذهبي چارو د سلاحكار هركلي كولو سره د كنفرنس د انتظاميې ستائنه كولو سره ووئيل چې د اسلامي نړۍ بېلو برخو كښې علماء او مذهبي مشران په يو پلېټ فارم راجمع كړې شوې دي۔ ده ووئيل په داسې وخت كښې چې زمونږ منطقه او نړۍ يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده ٬ د دې نوعيت دستورو تابيا ضروري ده۔ صدر مملکت د لوېدېدې اسياء د اوسني بحران ذكر كولو سره ووئيل چې روان تاٶ تريخوالې او شخړې يوازې د تر پولو محدود نه پاتې كېږي بلكې دا په اسلامي نړۍ كښې استحکام، معاشي حالات او د مجموعي احساسِ تحفظ متاثره كوي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل چې انتها پسندي، تشدد او تقسيم زمونږ په ټولنو ژور اثرات مرتب كړې دي، چرته چې اسلام مخالف عناصر د دې سوله ايز او انسان دوست اصول مسخ كوي، هلته زمونږ خپلې ټولنې ځېنې عناصر هم د تشدد او فريقه ايزو د لارې ناسم تصوراتو ته وده وركوي۔ صدر مملکت ووئيل دا ضروري ده چې افغانستان د نړيوالو لوظنامو پشمول په دوحه كښې د شوې لوظنامو له مخئ د خپلو لوظونو پالنه وكړي۔ ده ووئيل افغان خاوره د پاکستان يا د بل كوم هېواد په ضد بايد ترهګرۍ لپاره استعمال نشي، سوله ايز او مستحکم افغانستان ګردې منطقې په مفادو كښې دے۔ صدر آصف علي زرداري خادم الحرمين الشريفين شاہ سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان د قيادت ستائنه كولو سره ووئيل دوي د دې كنفرنس تابيا ممكن كړې۔ کنفرنس ته وفاقي وزير سردار محمد يوسف، حافظ طاہر محمود اشرفي، پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالکي او د فلسطين مفتي اعظم محمد احمد حسېن هم وېنا وكړه