سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د فلسطيني كډوالو ادارې ته 20 لکه ډالر وركړل

عمان۔6 مئی(اے پی پی) سعودی عربستان فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ریلیف اېنډ ورکس اېجنسۍ (یو اېن آر ډبلیو اے) ته د 20 لكه روپو چېك وركړو كوم چې په منطقه كښې د ايجنسۍ بجټ ٬ پروګرامونو او آپرېشنز لپاره د سعودي عربستان كلنه مرسته ده۔ د العربيه اردو له مخې په اردن كښې د خادم حرمېن شريفېن سفير شهزاده منصور بن خال بن فرحان تېره ورځ یو اېن …

عمان۔6 مئی(اے پی پی) سعودی عربستان فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ریلیف اېنډ ورکس اېجنسۍ (یو اېن آر ډبلیو اے) ته د 20 لكه روپو چېك وركړو كوم چې په منطقه كښې د ايجنسۍ بجټ ٬ پروګرامونو او آپرېشنز لپاره د سعودي عربستان كلنه مرسته ده۔ د العربيه اردو له مخې په اردن كښې د خادم حرمېن شريفېن سفير شهزاده منصور بن خال بن فرحان تېره ورځ یو اېن آر ډبلیو اے ته دا رقم وړاندې كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د مشرتابه د هدايت له مخې مملكت د فلسطين مسئلې د ملاتړ ، د ورور فلسطيني اولس مرستې او د يو اېن آر ډبليو اے د بجټ معاونت عزم لري دغسې چې اېجنسي د فلسطيني كډوالو حوالې سره خپلې سماجي ٬ بشري ٬ تعليمي او طبي ذمه وارۍ او لوظونه ترسره كړې شي۔ ده د فلسطيني وګړو مشقتونه او ستونزوې كمولو كښې د يو اېن آر ډبليو اے مهم كردار هم وستائلو