مکه مکرمه ۔4مئی (اے پي پي) سعودي عرب كښې د حج آپریشن 2026 په پېل كېدو د پاکستانو حج كوونكو سهولت او خوراک لپاره پوره انتظامات شوي دي ٬ مکه مکرمه كښې د شخصي کمپنۍ لخوا جوړ کچن كښې دا وخت د 8 زره نه زياتو حج كوونكو له د ورځې په بنیاد تازہ او معیاري ډوډۍ وركرې كېږي ۔د کچن انتظامیه تر مخه دلته د صفائۍ او پاكوالي د …
تازه ډوډۍ٬ روايتي ذائقه ٬ مكه مكرمه كښې د 8000 پاكستانو حج كوونكو لپاره پراخه شخصي كچن

مزید خبریں
مکه مکرمه ۔4مئی (اے پي پي) سعودي عرب كښې د حج آپریشن 2026 په پېل كېدو د پاکستانو حج كوونكو سهولت او خوراک لپاره پوره انتظامات شوي دي ٬ مکه مکرمه كښې د شخصي کمپنۍ لخوا جوړ کچن كښې دا وخت د 8 زره نه زياتو حج كوونكو له د ورځې په بنیاد تازہ او معیاري ډوډۍ وركرې كېږي ۔د کچن انتظامیه تر مخه دلته د صفائۍ او پاكوالي د نړيوال معيار انتظامات شوي دي ، کچن ته د ننوتلو سره د صحت د اصولو پابندي واضحه تر نظره كېږي چرته چې ورکرز په رسمي توګه حفاظتي لباس او ماسک اچوي ۔د عازمینِ لپاره د كور غوندې ذائقه باوري كولو لپاره بنیادي مصالحې په خاص توګه د پاکستان نه غوښتلې شوي دي ۔د کچن کوآرډینیټر وېنا ده زمونږ وړومبۍ پام لرنه پاکستانو حج كوونكو ته د هېواد غوندې ذائقه وركول دي ، دې لپاره ټول دالونه، وريژې او مصالحې د پاکستان نه غوښتلې شوي او په معیار او ټیسټ كومه سمجهوته نه كېږي ،د ورځې په بنیاد کچن كښې تازہ سبزۍ او غوښه وركرې كېږي ، مینو كښې ګډه سبزي، مټن اچاري او نورې روایتي پخلي شامل دي ، په لويه پیمانه پخلي لپاره پوهه آشپز او په سوونو ورکرز 24 ساعته كار كوي ۔ هغه ووئېل عازمین لپاره په لويه پیمانه د چائے پخولو هم خاص انتظامات شته ، کچن كښې اوچ راشن (وريژې، دالونه، غوړي ) د پراخه زخيرې سره سټورز سره غوښه او نور څيزونه خوندي اېښدو لپاره جدید فریزر پلانټ هم شته جرته جې د حرارت درجه مانټٹر کیږي جادغسې جې د ډوډۍ تازګي برقرار وي









