معركه حق: د قامي يو والي او مزاحمت پرېكنده باب

پېښور ۔ 04 مئی (اے پی پی) د معركه حق په مهال 22 اپرېل څخه تر 10 مئی 2025 د جارح خلاف د ځانګړي يو والي او سخت مزاحمت څرګندونه كولو سره ټول پاكستانے قام د خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو سره لكه د مضبوط ديوال يو برابر اودرېد۔ د معرکه حق په مهال په پنجاب او آزاد كشمير كښې د هند د توغنديزو او ډرونيزو بريدونو په ځواب كښې …

پېښور ۔ 04 مئی (اے پی پی) د معركه حق په مهال 22 اپرېل څخه تر 10 مئی 2025 د جارح خلاف د ځانګړي يو والي او سخت مزاحمت څرګندونه كولو سره ټول پاكستانے قام د خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو سره لكه د مضبوط ديوال يو برابر اودرېد۔ د معرکه حق په مهال په پنجاب او آزاد كشمير كښې د هند د توغنديزو او ډرونيزو بريدونو په ځواب كښې پاكستاني پوځ د 72 ساعتونو لنډه خو بشپړه كارروائي كولو سره د فاشسټ مودي د سيمې ايزې بريا خوب دانه وانه كړو او د هند په امنيتي ډھانچه كښې موجودې پراخا كمۍ يۍ په ډاګه كړې۔ دا شخړه په 6 مئي د شپې په وخت هغه مهال پېل شوه كله چې بزدل دښمن د احمد پور شرقیه، مریدکے، سیالکوټ، شکر ګړھ، مظفر آباد او کوټلی په شمول د پاكستان په يو شمېر سويلين ځايونو بريدونه وكړل چې په نتيجه كښی يۍ د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 36 وګړي شهيدان شول۔ مشر دفاعي تجزيه كار برېګېډیئر (ر) محمود شاہ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د شپې په تياره كښې بريدونه د دښمن دكمزورۍ عكاسي كوي۔ تېر كال د مئي جنګ په مهال د هند لخوا د براهموس میزائل سسټم تعیناتۍ او كارولو پلو اشاره كولو سره برېګېډیئر محمود ووئيل چې پاكستان دا زېرمې په بشپړه توګه تباه كړې۔ ده ووئيل د پهلګام پېښې ٬ كومه كښې چې 26 سېلګري ووژلې شو٬ په اړه په لويه كچه دا وئيلې شي چې دا منصوبه “را” جوړه كړې وه۔ ده ووئيل هند په جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او رياستي ترهګرۍ ټول ريكارډونه مات كړې دي۔ ده ووئيل پاكستان په دفاع كښې ځواب كارروائي پېل كولو سره د دشمن يو شمېر الوتكې په كومو كښې چې څلور رافيل هم شامل ېوې تباه كړې۔ دې سره سره د هند اېس-400 ایئر ډیفنس سسټم، براهموس میزائل سټورېج کمپاؤنډز او د دښمن يو شمېر برېګېډ هېډ کوارټرز كاميابۍ سره په نښه كړې شول۔ د پېښور پوهنتون د نړيوال اړيكو څانګې پخواني چيئرمېن ډاکټر اعجاز خان ووئيل چې معرکه حق په سوئيلي آسيا كښې د جنګ بدل شوے نوعيت په ډاګه كړے دے۔ معركه حق دا ښكاره كره چې پاكستان يو مضبوط هېواد دے كوم چې دښمن په خپلو عزائمو كښې د ناكامه كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل په نيمه اوچه كښې تلپاتے امن تر هغه وخت په ځاې كېدې نه شي تر كومې چې د كشمير مسئله حل شوے نه وي۔ د مبصرينو له مخې د معركه حق په مهال د پاكستاني اولس جذبه هم هغه وه كومه چې د كال 1965 جنګ كښې وه۔ كراچۍ څخه تر خېبر او ګوادر څخه تر سكردو پاكستانے اولس خپلو مېړنو ځواكونو سره ولاړ پاتے شو دغسې سندرغاړو او شاعرانو هم اولس كښې وطن سره د مينې جذبه پېدا كولو كښې مرسته وكړه

مزید خبریں