مکه مکرمه۔4 مئی(اے پی پی) د پاکستان حج مشن مشر او ډي جي حج (جدہ) عبد الوهاب سومرو وئيلي دي چې په نړيوال كچه د ګرانۍ باوجود پاکستان په تېرو 4 كلونو كښې د حج په مصاريفو كښې زياتوالې ونكړو۔ په مكه كښې د اے پي پي استازي سره خصوصي مركه كښې عبدالوهاب سومرو ووئيل چې د يو لك 18 زره 925 پاکستانی عازمینو لپاره په العزیزیه، بطحه قرېش، النسیم، …
حج اصلاحات : 4 كلونو راهيسې په خرڅونو كښې استحكام ٬ د 27 ارب روپو ريفنډز ٬ د شارټ حج ٬ فېملي رومنګ او ډيجيټل ګورننس نفاذ

مزید خبریں
مکه مکرمه۔4 مئی(اے پی پی) د پاکستان حج مشن مشر او ډي جي حج (جدہ) عبد الوهاب سومرو وئيلي دي چې په نړيوال كچه د ګرانۍ باوجود پاکستان په تېرو 4 كلونو كښې د حج په مصاريفو كښې زياتوالې ونكړو۔ په مكه كښې د اے پي پي استازي سره خصوصي مركه كښې عبدالوهاب سومرو ووئيل چې د يو لك 18 زره 925 پاکستانی عازمینو لپاره په العزیزیه، بطحه قرېش، النسیم، ری بخشی، جرول او نزعه كښې 278 ودانۍ ترلاسه كړې شوې۔ ده ووئيل العزیزیه كښې استوګن عازمينو ته حرم شريف ته رسېدو لپاره 24 ساعته وېړيا شټل سروس وركولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په مدينه منوره كښې پاكستاني عازمينو ته د مركزيه په هوټلونو كښې د استوګنې آساني وركړې شوې ده چې ورسره هغوي په مسجد نبوي كښې آسانۍ سره عبادت كولې شي۔ ده ووئيل په كال 2023 كښې 17 ارب، 2024 كښې 7 ارب او 2025 كښې 3 ارب روپۍ پاكستاني عازمينو ته ريفنډ كړې شوې او دا د تاريخ تر ټولو زياتې ريفنډ كړې شوې پېسې دي۔د حج اصلاحاتو په اړه ده ووئيل شارټ حج زيات مقبول شوے دے په كال 2023 كښې 17 زره عازمین شارټ حج وكړو ۔ دا شمېره په كال 2026 كښې زياتېدو سره 41,825 ته رسېدلې ده۔ په تېر وخت كښی به فېملي رومز نه وو اوس د دې انتظام هم شوے دے۔ ده ووئيل سږ كال به د سرکاری حج اسکیم لاندې 1,18,925 پاکستانی وګړي د حج سعادت ترلاسه كړي په كومو كښې چې 56.47 فیصد سړي او 43.53 فیصد مېرمنې شامل دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې عبدالوهاب سومرو ته تېر كال سعودي حكومت په 8 نړيوال هېډ آف مشنز كښې په اولني پوزيشن ترلاسه كولو ‘اېکسلېنس ایوارډ’ وركړے و










