پاكستان حج آپرېشن : 36 زره څخه زيات عازمين سعودي عربستان ته ورسېدل٬ جده لپاره نېغه په نېغه پروازونه پېل كړې شول

مکه مکرمه۔4مئی(اے پی پی) سعودي عربستان ته پاكستان څخه حج له د رسېدلې عازمينو شمېرې جاري كړې شوي دي چې له مخې يۍ تر دې دمه په مجموعي توګه 36 زره 943 پاکستانی عازمین حجاز مقدس ته رسېدلې دي۔ د 126 پروازونو د لارې 32 زره 454 سرکاری او 4 زره 489 نجي عازمین سعودي عربستان ته ورسېدل۔ د حج فلائټ آپرېشن په مهم پړاؤ كښې نن د ګل ورځې …

مکه مکرمه۔4مئی(اے پی پی) سعودي عربستان ته پاكستان څخه حج له د رسېدلې عازمينو شمېرې جاري كړې شوي دي چې له مخې يۍ تر دې دمه په مجموعي توګه 36 زره 943 پاکستانی عازمین حجاز مقدس ته رسېدلې دي۔ د 126 پروازونو د لارې 32 زره 454 سرکاری او 4 زره 489 نجي عازمین سعودي عربستان ته ورسېدل۔ د حج فلائټ آپرېشن په مهم پړاؤ كښې نن د ګل ورځې 4 مئي څخه جده لپاره د نېغ په نېغه پروازونو لړۍ هم پېل كيږي چې ورسره به بېلو ښارونو څخه د 17 پروازونو د لارې 4 زره 377 نور عازمين مكه مكرمه ته ورسي۔ بلخوا په مكه مكرمه كښې د پاكستان حج مشن مېن كنټرول آفس عازمينو ته طبي او هر ډول نورې ممكنه آسانۍ وركولو كښې بوخت دے۔ د جاری شوو شمېرو له مخې تر دې دمه 5 زره عازمین د او پي ډي خذمات ترلاسه كړي دي۔ طبي مشن تر دې دمه 132 ډېنټل پروسیجر، 28 اېکسرے، 18 لېب ټېسټ، 8 الټراساؤنډ او 5 ای سی جی بشړ كړې دي

مزید خبریں