ميکسيکو سټي 02 مئي (اے پي پي) د ميکسيکو نايارِت رياست كښې يو سياحتي بس چپه كيدو په نتيجه كښې کم نه کم 11 كسان مړه او ګڼ شمير نور ژوبل شوې دي۔شنهوا له مخې دا پېښه د نايارِت په اَماتلان دے کاناس سيمه كښې رامخې ته شوي۔ابتدائي اطلاعات له مخې په دې پېښه كښې 31 كسان ژوبل شوې ؤ۔ دې نه پس د نايارِت استغاثه دفتر تصديق کړې چې …
ميکسيکو كښې ټرافكي پېښه، 11 كسان مړه،ګڼ ژوبل

مزید خبریں
ميکسيکو سټي 02 مئي (اے پي پي) د ميکسيکو نايارِت رياست كښې يو سياحتي بس چپه كيدو په نتيجه كښې کم نه کم 11 كسان مړه او ګڼ شمير نور ژوبل شوې دي۔شنهوا له مخې دا پېښه د نايارِت په اَماتلان دے کاناس سيمه كښې رامخې ته شوي۔ابتدائي اطلاعات له مخې په دې پېښه كښې 31 كسان ژوبل شوې ؤ۔ دې نه پس د نايارِت استغاثه دفتر تصديق کړې چې 11 كسان مړه شوي،چې پكښې 6 په ټكي مړه او 5 روغتون كښې مړه شوي۔ريسکيو ډلي په سمدستي توګه د پېښې ځائې ته رسيدلي او ژوبل كسانو له ئې طبي مرسته وركړي۔د نايارِت چارواكو له مخې هغوي د رياست خاليسکو چارواكو سره رابطه كښې دي،چرته څخه چې بس روان شوې ؤ،دغسې د پېښې په اړه پلټني رواني دي۔رياستي ګورنر ميګوئل اينخل نوارو د ځپليو كورنيو سره غمرازي كولو سره ژوبل كسانو له ټول وسائل كارولو سپارښتنه كړي۔










