انګور اډہ / سوئېلې وزیرستان 30 اپریل(اے پي پي) افغان طالبان رجیم يو وارې بيا د سوئېلې وزيرستان په انګور اډہ سيمه كښې په سول آبادۍ پربزدلانه بريد كړے دے ٬ د مارټر ګولۍ په كور پرېوتلو څخه د يوې كورنۍ 5 كسان ژوبل شوي ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه افغان طالبان او د هغوي سره تړلي خوارج ترهه ګر د خپلو ناوړه عزائمو لپاره پرله پسې مسلسل اولس …
د افغانستان څخه د سوئېلې وزیرستان په انګور اډہ سيمه كښې په سول آبادۍ بريد، 5 كسان ژوبل

مزید خبریں
انګور اډہ / سوئېلې وزیرستان 30 اپریل(اے پي پي) افغان طالبان رجیم يو وارې بيا د سوئېلې وزيرستان په انګور اډہ سيمه كښې په سول آبادۍ پربزدلانه بريد كړے دے ٬ د مارټر ګولۍ په كور پرېوتلو څخه د يوې كورنۍ 5 كسان ژوبل شوي ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه افغان طالبان او د هغوي سره تړلي خوارج ترهه ګر د خپلو ناوړه عزائمو لپاره پرله پسې مسلسل اولس هدف ګرځوي ۔افغان طالبان يو ځل بيا د سوئېلې وزیرستان انګور اډې سره نزدې په پولئيزه سيمه كښې د پاکستان په سول آبادۍ په 29 اپریل 2026 ګولې ورولي ، د مارټر ګوله د مقامي وګړو کریم خان او رحمت اللہ په كور پرېوتو څخه د يوې كورنۍ 5 كسان ژوبل شول ، د میډیکل آفیسر ډاکټر اشفاق تر مخه هسپتال كښې د 3 ماشومانو بشمول 5 ژوبل راوړلے شوي دي، د ځپلي سړي نور علي تر مخه ګوله ناڅاپي راپرېوتله او چاودنه وشوه ۔د يو بل ځپلې سړي تر مخه چاودنه دومره زوره وره وه چې ټول كور وجړقېدو ۔د سيمې خلقو ووئېل د يولې پورې غاړې نه عام وګړي، په خاص توګه كوچنيان په نښه كېږي چې ورسره د يرې صورتحال برقرار دے، د افغان طالبانو د اړخه د پاکستان سول آبادي پرله پسې په نښه كول دا ظاهروي چې د دې فتنې د انسانیت سره هيڅ تعلق نشته ۔










