برسلز 29 اپريل (اے پي پي) د يورپين يونين صدر ارسلا وان ډر ليئن په ايران او لبنان كښې د جنګ بندۍ غږ كولو سره د سفارتي عمل د لارې د شخړې تل پاتې هواري لپاره رزو راوړے دے ۔ د بي بي سي له مخې ده ووئيل بنيادي مقصد د جنګ مستقل خاتمه ده٬ دې سره سره په آبنائے هرمز تنكي كښې د فيس او پانبدۍ نه غېر دې …
د يورپين يونين كمېشن صدر په ايران او لبنان كښې د جنګ بندۍ، آبنائے هرمز تنګي كښې د استحکام راوستو غږ وكرو

مزید خبریں
برسلز 29 اپريل (اے پي پي) د يورپين يونين صدر ارسلا وان ډر ليئن په ايران او لبنان كښې د جنګ بندۍ غږ كولو سره د سفارتي عمل د لارې د شخړې تل پاتې هواري لپاره رزو راوړے دے ۔ د بي بي سي له مخې ده ووئيل بنيادي مقصد د جنګ مستقل خاتمه ده٬ دې سره سره په آبنائے هرمز تنكي كښې د فيس او پانبدۍ نه غېر دې د تګ راتګ بحالي هم باوري كړې شي ځكه چې نړيوال تجارت لپاره دا ډېره مهمه ده ۔ ده خبردارے وركړو چې په مېنځني ختيز كښې د جنګ اثرات د اروپا په معاشي تحفظ او په خاص توګه د توان په څانګه نېغ په نېغه پرېوتې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په براعظم كښې دې د توان ذريعې خوندي كړې شي٬ په دې تناظر كښې ده د توان څانګې په اړه د اروپائي پاليسيو د يو پېكج وړاندې كولو اعلان هم وكړو چې مقصد ئې استحكام ته وده وركول او په منطقه كښې د سياسي كمي زيتي اثرات كمول دي










