اسلام آباد28اپرېل (اے پي پي) د ترکيه د لوړې كچې پلاوي د هيلتھ سروسز اکيډمۍ (اېچ اېس اے) دوره وكړه چې پكښې د روغتيا٬ كاروبار او تعليم د څانګو استازي شامل وو٬ په دې موقع د هيلتھ سروسز اکيډمي وائس چانسلر ډاکټر شهزاد علي خان پلاوي ته د اكېډمۍ په بېلو څانګو٬ كاركردګۍ او د خدمات تفصيلي بريفنګ وركولو سره د ادارې د تعليمي او تحقيقي كردار نه پلاوې خبر …
د ترکيه پلاوي د اېچ اېس اے دوره٬ د روغتيا په څانګه كښې مرستې ته وده وركول او په نوو موقعو لټولو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد28اپرېل (اے پي پي) د ترکيه د لوړې كچې پلاوي د هيلتھ سروسز اکيډمۍ (اېچ اېس اے) دوره وكړه چې پكښې د روغتيا٬ كاروبار او تعليم د څانګو استازي شامل وو٬ په دې موقع د هيلتھ سروسز اکيډمي وائس چانسلر ډاکټر شهزاد علي خان پلاوي ته د اكېډمۍ په بېلو څانګو٬ كاركردګۍ او د خدمات تفصيلي بريفنګ وركولو سره د ادارې د تعليمي او تحقيقي كردار نه پلاوې خبر كړو۔ د نهې په ورځ د تركيه د لوړې كچې پلاوي د دورې په مهال د روغتيا په څانګه كښې مرستې ته وده وركول او په نوو موقعو لټولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دورې په پائې كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د رٶغتيا په څانګه كښې مرستې لا قوي كولو ته اتفاق وشو











