اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان د يو ذمه وار بحري هېواد په حيث سره د بحري سلامتيا و تحفظ، ماحولياتي پائيدارۍ او پيشه ور کار ښه كولو خوښي لري دغسې چې د نړيوال معيار يو قوي، جديد او مسابقت صلاحيت لرونكې بحري څانګي منزل ترلاسه شي،حکومت كلك عزم لري چې د هېواد بحري صلاحيتونه په كوټلي معاشي و قامي پرمختګ او سوكالۍ …
پاکستان د يو ذمه وار بحري هېواد په حيث د بحري سلامتيا و تحفظ، ماحولياتي پائيدارۍ او د پيشه ور استعداد ښه كولو خوښي لري۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د بحري چارو نړيوالي ورځ په موقع پيغام
اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان د يو ذمه وار بحري هېواد په حيث سره د بحري سلامتيا و تحفظ، ماحولياتي پائيدارۍ او پيشه ور کار ښه كولو خوښي لري دغسې چې د نړيوال معيار يو قوي، جديد او مسابقت صلاحيت لرونكې بحري څانګي منزل ترلاسه شي،حکومت كلك عزم لري چې د هېواد بحري صلاحيتونه په كوټلي معاشي و قامي پرمختګ او سوكالۍ بدل كړې شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د بحري چارو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ووئيل نن د بحري چارو نړيوالي ورځ په موقع پاکستان د محفوظ، فعاله او امناكه او ماحول دوسته بحري تګ راتګ ودې له د خپل عزم پخلے كوي۔ده ووئيل بحري ذريعې د پاکستان تجارتي تګ راتګ،سيمه ايزې او نړيوالي دفاعي رابطو او بليو اکانومي سره تړلو معاشي هلو ځلو مركز دے۔شهبازشريف ووئيل سږ كال دا نړيواله ورځ ’’پاليسي نه تر عملي اقدامات: بحري څانګه كښې د اعلیٰ معيار کارکردګۍ ودې ‘‘ په سرخط لمانځلې كيږي۔ده ووئيل پاکستان په دې پلو موثره انداز كښې كار كوي، زمونږ پام لرنه ده چې نړيوال بحري معيارات او نړيوال ميري ټائم آرګنائزيشن کنونشنز قامي بحري صنعت كښې نافذ کړے شي۔ ده ووئيل د بحري ذريعو پرمختګ او پوهه د پاکستان وژن 2047 اهداف سر كولو له هم ضروري دي ،پاکستان د بحري تحفظ و سلامتيا او خدمات په نورو چارو كښې د افرادي قوت پيشه وره اهليت كښې ښه والي، معياري بحري تعليم و تربيې، مستند سرټيفکيشن لپاره چمتو دے۔ده ووئيل پاکستان ماحول دوسته بحري تګ راتګ،د کاربن اخراج كښې كمي او ماحولياتي تحفظ لپاره خپلي هلي ځلي رواني ساتلي،د ملګرو ملتونو شريك سوكاله سباؤن لپاره متبادل بحري ايندھن، د جديدې ټيکنالوجۍ ګډون، د توان ذمه وار استعمال او د بحري خيرنوالي مخنيوي ته به پام لرنه كول وي۔ده ووئيل په قامي كچه د بحري نظام ډيجيټل منتقلۍ لپاره سمارټ شپنګ، كوټلي بندرګاهي نظام، مصنوعي ذهانت او پيشګوئۍ اډانه ټيکنالوجيز او سائبر سکيورټي قوي كولو لپاره اقدامات کيږي۔شهباز شريف ووئيل پاکستان يو ذمه واره بحري هېواد په حيث سره بحري سلامتيا و تحفظ، ماحولياتي پائيدارۍ او د پيشه وره استعداد ښه والي لپاره خوښي لري دغسې چې د نړيوال معيار يو قوي ، جديد او د مسابقت صلاحيت لرونكي بحري څانګي منزل ترلاسه شي۔









