ملګري ملتونه۔ 24 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې خارجه وزير ماركوروبيو وئېلي دي كه په نړۍ كښې يو موثر او فعاله نړيوال نظام موجود ؤ نو د پاكستان او هند بشمول د بېلا بېلو هېوادونو تر مينځه شخړې هوارېدې شوې۔ د بي بي سي تر مخه د ملګړو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع خبريالانو ته ده ووئېل اوسنے ڼړيوال نظام خپلې ذمه وارۍ په موثر ډول تر سره …
نړيوالو ادارو له به د بدلېدونكو چېلنجونو مقابلې له خپل پام بنيادي ذمه وارو او د شخړو هواري پلو ګرځول وي:د امرېكې خارجه وزير

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 24 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې خارجه وزير ماركوروبيو وئېلي دي كه په نړۍ كښې يو موثر او فعاله نړيوال نظام موجود ؤ نو د پاكستان او هند بشمول د بېلا بېلو هېوادونو تر مينځه شخړې هوارېدې شوې۔ د بي بي سي تر مخه د ملګړو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع خبريالانو ته ده ووئېل اوسنے ڼړيوال نظام خپلې ذمه وارۍ په موثر ډول تر سره كولو كښې ناكامه راغلے دے او د نړيوالو لارښودو تر مينځه په دې خبره اتفق موندلے كېږي چې دا خپل اصل ترجيحات او كردار پلو بېرته د راوستو ضرورت دے ۔ ده ووئېل د نړۍ د لويو شخړو هواري كښې نړيوالې ادارې موثر كردار تر سره نه كړے شو۔ هغه ووئېل كه زمونږ سره داسې فعاله نړيوال نظام موجود ؤ نو مونږ د تهائي لېنډ او كمبوډيا تر مينځه جنګ يا د هند او پاكستان تر مينځه شخړې حل كولې شوې۔ ماركوربيو ووئېل چې كله نړيوال نظام موثر ثابت نه شي نو رياستونه د خپلو قامي ګټو تر مخه پرېكرې كولو ته مجبور كېږي۔









