ملګري ملتونه ۔24ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د شورو په ورځ يو وارې بيا د دې عزم څرګندونه كړې ده چې پاکستان د ایران او امریکې ترمينځه د ثالث کردار ادا كولو عزم لري او وئېلي يې دي اسلام آباد د دواړو هېوادونو ترمينځه تاو تريخوالي كښې د کمي راوستلو امید پرېښودے نه دے۔ وزیراعظم د ملګرو ملتونو په هیډکوارټرز كښې خبريالانو سره خبرو كښې په اسلام آباد مفاهمتي …
پاکستان د ایران او امریکې تر مينځه د ثالث کردار ادا کولو له لوظي دے ، وزیراعظم شهباز شریف

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔24ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د شورو په ورځ يو وارې بيا د دې عزم څرګندونه كړې ده چې پاکستان د ایران او امریکې ترمينځه د ثالث کردار ادا كولو عزم لري او وئېلي يې دي اسلام آباد د دواړو هېوادونو ترمينځه تاو تريخوالي كښې د کمي راوستلو امید پرېښودے نه دے۔ وزیراعظم د ملګرو ملتونو په هیډکوارټرز كښې خبريالانو سره خبرو كښې په اسلام آباد مفاهمتي یادداښت (ایم او یو) د لاس ليك حواله وركړه په كوم چې د هغه سره د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ او د ایران صدر مسعود پزشکیان هم لاس ليك كړے ؤ ۔ ده ووئېل پاکستان د خپل ګاونډي هېواد ایران او امریکې تر مينځه د يو مخلص او دیانتدار ثالث کردار ادا کوي ۔وزیراعظم تسلیم کړه چې په لوظ نامه د لاس ليك نه پس شوي پیش رفت غیر متوقع رخ اختیار کړے ، خو ده د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان دې معاملې ته كره پام لرنه كوي ۔ ده ووئېل پاکستان په بشپړ توګه په دې معامله نظر لري۔ مونږ امید نه دې پریښودے ۔ مونږ مکمل عزم لرو چې په صورتحال كښې د تاو تريخوالي كمي لپاره به لا هڅې وكړو او پیش رفت به رامخې ته كړے شي ۔ د ایران او امریکې تر مينځه د يو بل ملاقات منصوبه بندۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزیراعظم ووئېل د دواړو هېوادونو تر مينځه د رابطې عمل روان دے او منطقه كښې د امن لپاره دوست او ورونه هېوادونه هم خپل کردار ادا كوي۔








