د وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام او د وزیراعظم آزاد کشمیر بیرسټر افتخار ګیلاني ملاقات

 مظفرآباد۔24ستمبر  (اے پي پي)د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام سره  د آزاد جموں و کشمیر وزيراعظم بیرسټر افتخار ګیلاني ملاقات وكړو ۔د كشمير چارو وزير  دفتر  نه د جاري بیان  تر مخه وزیراعظم هاؤس مظفرآباد  ته په راتګ د وفاقی وزیر تود هر كلے وكړے شو ۔ د ملاقات په مهال انجینئر امیر مقام وزیراعظم بیرسټر افتخار ګیلاني ته ګلدسته وركړه او د هغه …

 مظفرآباد۔24ستمبر  (اے پي پي)د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام سره  د آزاد جموں و کشمیر وزيراعظم بیرسټر افتخار ګیلاني ملاقات وكړو ۔د كشمير چارو وزير  دفتر  نه د جاري بیان  تر مخه وزیراعظم هاؤس مظفرآباد  ته په راتګ د وفاقی وزیر تود هر كلے وكړے شو ۔ د ملاقات په مهال انجینئر امیر مقام وزیراعظم بیرسټر افتخار ګیلاني ته ګلدسته وركړه او د هغه نوو ١مهرو تر سره كولو لپاره يې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ۔ملاقات كښې د شرېكې خوښې چارو پشمول آزاد جموں و کشمیر كښې په ترقیاتي هلو ځلو ، د اولس په ښیګړې او د منطقې په موجودہ ترقیاتي ضروریات خبرې وشوې  ۔وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د آزاد کشمیر نوي حکومت ته باور وركړو  چې وفاقي حکومت به منطقه كښې د  ترقیاتي ترجیحات او اولسي ښیګړې منصوبو تر سره كولو له هرر ممکن مرسته روانه ساتي  ۔ ده ووئېل وفاقي حکومت به آزاد جموں و کشمیر كښې  د ترقۍ عمل او   اولس ته بنیادي اسانيو وركولو له  د آزاد کشمیر  حكومت سره  په زړه پورې مرسته  او  مؤثر رابطه  روانه ساتي ۔دغسې وزیراعظم  بیرسټر افتخار ګیلاني د وفاقي وزیر  په راتګ او د منصب  سنبھالولو  له په نیکو هيلو  د وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام مننه وكړه

مزید خبریں