د وزیراعظم شهباز شریف د اروپا کونسل او  یورپي کمیشن مشرانو سره ملاقات، د پراخه همكارۍ لا  مستحکمولو عزم

نیویارک ۔24ستمبر  (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف د یورپي یونین سره د پراخه همكارۍ  لا مستحکمولو او د پاکستان۔ اروپائي ائتلاف په اسټریټجک انګیجمنټ  پلان د مکمل عملدرآمد عزم  څرګندونې سره يې په دې خبره  زور  راوړے  چې په اعلیٰ كچ مسلسل روابط  د اړيكو لا  پراختيا كښې  مهم کردار ادا کوي ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلی  په موقع د یورپي …

نیویارک ۔24ستمبر  (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف د یورپي یونین سره د پراخه همكارۍ  لا مستحکمولو او د پاکستان۔ اروپائي ائتلاف په اسټریټجک انګیجمنټ  پلان د مکمل عملدرآمد عزم  څرګندونې سره يې په دې خبره  زور  راوړے  چې په اعلیٰ كچ مسلسل روابط  د اړيكو لا  پراختيا كښې  مهم کردار ادا کوي ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلی  په موقع د یورپي کونسل صدر انتونیو لوئس سانتوس دا کوستا او د  یورپي کمیشن  صدر ارسلا ګرتروډ وان ډیر لیین سرره ملاقات كښې وكړه ۔ د وزیراعظم آفس میډیا  څانګې لخوا جاري بيان تر مخه د  ملاقات  په مهال لارښودو د پاکستان او  اروپائي ائتلاف د اړيكو د ټولو برخو جاج واغست او د پاکستان او  اروپا  تر مينځه   په اعلې كچ اړيكو   او روابطو يې د  اطمینان څرګڼدونه وكړه ۔وزیراعظم د  ائتلاف سره د همكارۍ  په لا مستحکمولو او د پاکستان یورپي یونین اسټریټجک انګیجمنټ  په پلان د مکمل عملدرآمد عزم يې څرګند كړو ۔ وزیراعظم  په دې خبره زور راوړو چې په اعلیٰ كچه مسلسل روابط  د اريكو پراختيا كښې مهم کردار ادا کوي ۔وزیراعظم شهباز شریف  د پاکستان د معاشي  پرمختګ،  د روزګار  موقعو په راپیدا کولو او د  ائتلاف سره د تجارت ودې لپاره د جي ایس پي پلس  اهمیت  رامخې ته كړو او د دې  فریم ورک ترمخه يې د اروپا سره  مسلسل روابط روانه ساتلو له د پاکستان عزم څرګند كړو ۔ لاروښودو په  سيمه ايز او  نړيوال صورتحال هم خبرې وكړې  او د شخړو ، سفارت کارۍ ، نړيوال قانون او د شخړو امناكه حل اهمیت له يې پخلے  وكړو ۔دغسې وزیراعظم د یورپي کونسل او  یورپي کمیشن  صدور ته د پاکستان دورې بلنه هم وركړه ۔

مزید خبریں