شمالي جاپان كښې د اوور لمو تباهي وكړه ، د 1500 كورنيو كډه

ټوکیو۔28اپریل (اے پي پي ) د جاپان شمال مشرقي ولايت ایواتی كښې په ځنګلو لګېدلي اور په شپږمه ورځ هم لمبې كولې ، د كوم له امله چې د 1500 نه زياتو كورنيو ته د كډې كولو امر شوے دے ۔ د العربیه اردو تر مخه د چارواكو وېنا ده تر تېر سهار دې اور د اوتسوچې سيمې خوا وشا 1618 هیکټر زمكه راګېره كړې وه ۔ هغوي ووئېل پرله …

ټوکیو۔28اپریل (اے پي پي ) د جاپان شمال مشرقي ولايت ایواتی كښې په ځنګلو لګېدلي اور په شپږمه ورځ هم لمبې كولې ، د كوم له امله چې د 1500 نه زياتو كورنيو ته د كډې كولو امر شوے دے ۔ د العربیه اردو تر مخه د چارواكو وېنا ده تر تېر سهار دې اور د اوتسوچې سيمې خوا وشا 1618 هیکټر زمكه راګېره كړې وه ۔ هغوي ووئېل پرله پسې اوچكالۍ او تندې سيلۍ څخه اور هغسې خورېږي او تباهي كوي ۔ رپورټس كښې وئېلې شوي دي فائر سروس او د پوځ بيړنو ډلو څخه تعلق لرونكې نزدې 1200 اهلکار په اور قابو موندلو هلو ځلو كښې بوخت دي ۔ تر اوسه 1500 نه زياتو كورنيو ته د كډې كولو احکامات جاري شوي دي ۔د اور له امله د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده تر لاسه شوې ، خو د 2 كسانو د لږو ژوبل كېدو خبرونه رامخې ته شوي دي ۔ د جاپان موسميات محکمې په راتلونكو ورځو كښې سيمه كښې د نري باران پیشنګوئي كړې ده ۔

مزید خبریں