چين كښې د استوګنې په ودانۍ كښې د اوور لګيدلو پېښه، 5 كسان مړه شول

بيجنګ 25 اپرېل (اے پي پي) د چين سوئيلي لويديز ولايت سيچوان په سرښار چينګډو كښې د استوګنې په يوه ودانۍ كښې د اوور لګيدلو پېښي په نتيجه كښې 5 كسان مړه شول او دوه نور ژوبل شول ۔شنهوا له مخې ځائې فائر فائټنګ او ريسکيو چارواكو ووئيل دا پېښه د شوانګليو اولسوالۍ كښې رامخې ته شوې ۔ د مرستې ډلو په سمدستي توګه کارروائي کولو سره نزدې 20 منټه …

بيجنګ 25 اپرېل (اے پي پي) د چين سوئيلي لويديز ولايت سيچوان په سرښار چينګډو كښې د استوګنې په يوه ودانۍ كښې د اوور لګيدلو پېښي په نتيجه كښې 5 كسان مړه شول او دوه نور ژوبل شول ۔شنهوا له مخې ځائې فائر فائټنګ او ريسکيو چارواكو ووئيل دا پېښه د شوانګليو اولسوالۍ كښې رامخې ته شوې ۔ د مرستې ډلو په سمدستي توګه کارروائي کولو سره نزدې 20 منټه كښې په اوور قابو وموندلو۔چارواكو ووئيل ژوبل كسان طبي مرستي له روغتون ته رسولې شوي او د پېښې پلټني پېل شوي دي۔

مزید خبریں