د آسټريليا په نيول بيس د امريکي و برطانيې جوهري آبدوزونو د كوربه توب چمتوالے نيولے كېږي۔د امريکي بحريه

واشنګټن ۔22اپريل (اے پي پي)د امريکي بحريه وئېلي دي د آسټريليا په نيول بيس ايچ ايم اے ايس سټرلنګ د امريکې او د برطانيې په جوهري توانائۍ د چلېدونكو آبدوزونو كوربتوب لپاره چمتوالے د شېډول له مخې نيوے كېږي او د امريکې و برطانيې جوهري آبدوزنه هلته په سمدستي توګه لېږلے كېدے شي۔دا آبدوزونه به د شيډول تر مخه راروان كال فروري كښې هلته رسېږي ۔ د سډني مارننګ هيرالډ …

واشنګټن ۔22اپريل (اے پي پي)د امريکي بحريه وئېلي دي د آسټريليا په نيول بيس ايچ ايم اے ايس سټرلنګ د امريکې او د برطانيې په جوهري توانائۍ د چلېدونكو آبدوزونو كوربتوب لپاره چمتوالے د شېډول له مخې نيوے كېږي او د امريکې و برطانيې جوهري آبدوزنه هلته په سمدستي توګه لېږلے كېدے شي۔دا آبدوزونه به د شيډول تر مخه راروان كال فروري كښې هلته رسېږي ۔ د سډني مارننګ هيرالډ راپور تر مخه دا خبره د امريکا انډو پيسيفک کمانډ کمانډر ايډمرل سيموئل پاپارو د امريکي سينيټ ته د سماعت په مهال د آسټريليا د بحريه اډې د اپ ګريډ كېدو د پوښتنې په ځواب كښې وكړه ۔ هغه ووئېل مونږ نن هم آبدوزونه د آسټريليا نيول بيس ايچ ايم اے ايس سټرلنګ ته منتقل کولې شوو ۔ په كال 2021 كښې د امريکې ، برطانيې او آسټريليا تر مينځه د 368 بلين ډالر په لګښت د شوې دفاعي شراکت دارۍ له لوظنامې تر مخه د امريکي او برطانيې جوهري آبدوزونه به په آسټريليا كښې تعيناتولې شي ۔د دې نه وړاندې امريکا كښې ځېنې كسانو دا اندېښنه څرګنده كړې وه چې ايچ ايم اے ايس سټرلنګ به تر راروان كال د امريکي ورجينيا کلاس آبدوز كورېتوب لپاره جوړه نه وي

مزید خبریں