هند كښې عام وګړي،سیاستمدار او خبريالان د پهلګام پېښې په اړه حکومتي دروغجنه بیانیه چیلنج کوي۔ رپورټ

نوې ډيلې 22 اپرېل (اے پي پي) هند كښې اوس عام وګړي ، سیاستمدار او خبريالان د پهلګام پېښې په اړه حکومتی دروغجنه بیانیه چیلنج کوي۔د کشمیرمیډیا سروس له مخې د پهلګام او پلوامه په نوم لوبي نوري نه پټيږي۔وګړي پوښتنه كوي چې هر ځل داسې کاروائی څنګه كيږي،وړومبے بريد اوشي،هېواد خفګان سره مخ كړے شي،جذبات راپار شي او په پاكستان تور ولګولے شي او د دغې نه پس د …

نوې ډيلې 22 اپرېل (اے پي پي) هند كښې اوس عام وګړي ، سیاستمدار او خبريالان د پهلګام پېښې په اړه حکومتی دروغجنه بیانیه چیلنج کوي۔د کشمیرمیډیا سروس له مخې د پهلګام او پلوامه په نوم لوبي نوري نه پټيږي۔وګړي پوښتنه كوي چې هر ځل داسې کاروائی څنګه كيږي،وړومبے بريد اوشي،هېواد خفګان سره مخ كړے شي،جذبات راپار شي او په پاكستان تور ولګولے شي او د دغې نه پس د اصل پوښتنو ځواب نه وركړے كيږي۔ په پلوامه كښې استعمال شوي توكي هېواد ته څنګه راوړلې شوي، د پهلګام ترهه ګري د چرته څخه راغلې،هغوي راغلي چرته څخه ؤ او چرته لاړل،انټیلی جنس ولې ناكامه شول ،د ملزمانو شناخت او ګرفتاري ولي نه ده شوې،دا يواځې پوښتني نه دي،دا د هند په ریاستی بیانیه فردِ جرم دے۔د هند پارلمان لوک سبھا كښې د مخالفي ډلي مشر راهول ګاندھی، د کانګریس صدر ملکارجن کھړګے ، عمر عبداللہ، اسد الدین اویسی او نورو لارښودو د مودي حکومت نااهلي ، سکیورټی ناکامي او نارملسي دروغجنه بیانیه په ډاګه كوي۔ د پهلګام په څير حساس سيمه كښې دا ډول بريد يواځې بې غوري نه ده،دا يوه داسې بيانيه ده چې هر ځل د قتل وغارت نه پس جوړيږي خو اوس دا لوبه زړه شوې ده۔

مزید خبریں