المان د اسرائيل٬اروپائي ائتلاف د مرستې لوظ نامې معطل کولو غوښتنې مسترد کړې

لکسمبرګ ۔22اپريل (اے پي پي) المان د اسرائيل او د اروبائي ائتلاف د مرستې لوظ نامې معطل کولو غوښتنې مسترد کړې دي ۔ د العربيه اردو تر مخه سپين او آئرلينډ لکسمبرګ كښې د اروپائي ائتلاف د خارجه وزيرانو غونډه كښې د لوظ نامې معطل كولو معامله بيا مخې ته اېښودې وه ،خو د المان خارجه وزير جوهان واډے فول دا وړاندېز ''نامناسبه''وګرځولو ۔ هغه په غونډه كښې ووئېل مونږ …

لکسمبرګ ۔22اپريل (اے پي پي) المان د اسرائيل او د اروبائي ائتلاف د مرستې لوظ نامې معطل کولو غوښتنې مسترد کړې دي ۔ د العربيه اردو تر مخه سپين او آئرلينډ لکسمبرګ كښې د اروپائي ائتلاف د خارجه وزيرانو غونډه كښې د لوظ نامې معطل كولو معامله بيا مخې ته اېښودې وه ،خو د المان خارجه وزير جوهان واډے فول دا وړاندېز ”نامناسبه”وګرځولو ۔ هغه په غونډه كښې ووئېل مونږ له په مهمو مسائلو د اسرائيل سره خبره یكار ده ۔ په دې معامله د اسرائيل سره تنقيدي، او تعميري خبرې پكار دي ، مونږ دې لپاره ولاړ يوو ۔په لبنان د اسرائيلي ېريدونو او په مقبوضه لوېديزه غاړه كښې د فلسطينيانو لپاره د مرګ سزا د نوي قانون نه پس د اروپائي ائتلاف غړو هېوادونو د اسرائيل سره رويه كومه چې د وړاندې نه د غزه جنګ كښې د هغوي په طرزِ عمل سخته وه ، نوره سخته شوه ۔ آئرش خارجه وزير هيلن ميک اينټي ووئېل مونږ ته د عمل ضرورت دے۔ مونږ له يقيني كولو ته ضرورت دے چې زمونږ بنيادي اقدار خوندي پاتي شي ۔

مزید خبریں