په افغانستان کښې د استوګنې بحران جدي شكل اختيار كړے دے ، 42 لكه كسان بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري ، ملګري ملتونه

کابل۔20اپرېل (اے پی پی) په افغانستان کښې د استوګنې بحران جدي شكل اختيار كړے دے ، د ملګرو ملتونو د يو اېن هېبي ټاټ ادارې له مخې د كال 2026 په مهال نزدې 42 لكه كسان استوګنې او د بنيادي ضرورت سامان ته اړتيا دي۔ د شنهوا له مخې رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې په هېواد كښې په لويه كچه بې ځايه كېدنې ، طبیعي پېښو او په هېواد …

کابل۔20اپرېل (اے پی پی) په افغانستان کښې د استوګنې بحران جدي شكل اختيار كړے دے ، د ملګرو ملتونو د يو اېن هېبي ټاټ ادارې له مخې د كال 2026 په مهال نزدې 42 لكه كسان استوګنې او د بنيادي ضرورت سامان ته اړتيا دي۔ د شنهوا له مخې رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې په هېواد كښې په لويه كچه بې ځايه كېدنې ، طبیعي پېښو او په هېواد کښې مخ په زیاتېدونکې اقتصادي ستونزو وضعیت خراب کړے دے، چې په ملیونونو خلک یې له خوندي سرپناه څخه محروم كړي دي۔ د ملګرو ملتونو ادارې په خپل بيان كښې په دې خبر زور راوړے دے چې اوس فوري اقدامات ضروري دي دغسې چې ټولو لپاره د استوګنې مناسب انتظام وكړے شي۔ د پوهانو له مخې كه په وخت اقدامات ونكړې شول نو افغانستان كښې بشري بحران لا ناوړه كېدې شي په خاص توګه په يو داسے وخت كښې كله چې هېواد له مخكښې څخه د معاشي فشار او قدرتي آفتونو ښكار دے۔

مزید خبریں