انقرہ۔19اپرېل(اے پی پی) ترك خارجه وزير هاكان فیدان په اسرائيل تور لګولے دے چې هغه په منځني ختيز كښې د جنګ په بهانه د نورې ځمكې قبضه كولو هڅه كوي۔ د العربيه له مخې ده د جنوبي تركيه په انطاليه ښار كښې يو سفارتي فورم ته خطاب كولو كښې ووئيل اسرائیل د خپل تحفظ باوري كولو نه بلكې د نورې ځمكې ترلاسه كولو هڅې كوي او نېتن ياهو حكومت امنيت …
اسرائيل په منځني ختيز كښې د جنګ په بهانه د نورې ځمكې قبضه كولو هڅه كوي : ترك خارجه وزير

مزید خبریں
انقرہ۔19اپرېل(اے پی پی) ترك خارجه وزير هاكان فیدان په اسرائيل تور لګولے دے چې هغه په منځني ختيز كښې د جنګ په بهانه د نورې ځمكې قبضه كولو هڅه كوي۔ د العربيه له مخې ده د جنوبي تركيه په انطاليه ښار كښې يو سفارتي فورم ته خطاب كولو كښې ووئيل اسرائیل د خپل تحفظ باوري كولو نه بلكې د نورې ځمكې ترلاسه كولو هڅې كوي او نېتن ياهو حكومت امنيت بهانه جوړولو سره خپل كنټرول زياتول غواړي۔ ده ووئيل د دې پرله پسې قبضې او پراختيا مخه به نيول وي۔ ده ووئيل بل اړخ ته په لبنان كښې د اسرائيلي بمبارۍ په نتيجه كښې 2 مارچ څخه تر دې دمه 2294 كسان مړه ٬ 7544 ژوبل شوي دي۔ په دې مهال ګڼ شمېر طبي مركزونه او د مرستې ادارې هم ځپلې شوي دي۔










