لکھنو16اپرېل (اے پي پي) د هند د اتر پرديش ايالت سرښار لکھنو په وکاس نګر سيمه كښې د اور لګېدو په ناوړه پېښه كښې كم از كم 500 جونګړې سوځېدلې او د لكهونو روپو ماليت سامان تباه شوې۔ د کشمير ميډياسروس له مخېد ځائي كسانو په اطلاع فائر برېګېډ او پوليسد پېښې ځايې ته رسېدو سره له زياتې خوارۍ وروستو په اور قابو وموندلو۔ په جونګړو كښې د دوه زره …
لکھنو٬ د اور لګېدو ناوړه پېښه كښې 500 جونګړې وسوځېدې

مزید خبریں
لکھنو16اپرېل (اے پي پي) د هند د اتر پرديش ايالت سرښار لکھنو په وکاس نګر سيمه كښې د اور لګېدو په ناوړه پېښه كښې كم از كم 500 جونګړې سوځېدلې او د لكهونو روپو ماليت سامان تباه شوې۔ د کشمير ميډياسروس له مخېد ځائي كسانو په اطلاع فائر برېګېډ او پوليسد پېښې ځايې ته رسېدو سره له زياتې خوارۍ وروستو په اور قابو وموندلو۔ په جونګړو كښې د دوه زره نه زيات كسان مېشته ٶ۔ د پوليسو له مخې د اور په مهال د يو شمېر سلېنډرو شلېدو له امله صورتحال نور هم سنګين شوې ٶ چې په سبب ئي يو شمېر نزدې كورونو ته هم زيان رسېدلې۔ په پېښه كښې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔










