د اطاليا وزيراعظمه ما بهادره ګنړله ٬ هغې زه مايوسه كړم٬ د امرېكې صدر

واشنګټن۔ اپرېل(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اطاليا وزيراعظمې جارجيا ميلوني باندې د ايران جنګ كښې په نه شاملېدو ټكونه كولو سره وئېلي دي زه د هغې د همت په كمي ليدلو د صدمې او مايوسۍ سره مخ شوم ۔د العربيه تر مخه د امرېكې صدر تېره ورځ د اطليا ورځپاڼې :كوريرې ډولا ېرا : ته مركه كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئېل دا به …

واشنګټن۔ اپرېل(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اطاليا وزيراعظمې جارجيا ميلوني باندې د ايران جنګ كښې په نه شاملېدو ټكونه كولو سره وئېلي دي زه د هغې د همت په كمي ليدلو د صدمې او مايوسۍ سره مخ شوم ۔د العربيه تر مخه د امرېكې صدر تېره ورځ د اطليا ورځپاڼې :كوريرې ډولا ېرا : ته مركه كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئېل دا به د اطاليانو خوښه شي چې د هغوي د حكومت مشره د تېلو ترلاسه كولو لپاره د امرېكې حكومت ملاتړ نه كوي ؟ زه حېران يم ۔ زما خيال ؤ چې هغه بهادره ده خو زه غلط ووم ۔ هغه ووئېل جاجيا مېلوني اټلي په جنګ كښې شاملول نه غواړي ٬ خو د هغې هېواد د خپلو ضروريات لويه برخه هم د دې منطقې نه درآمد كوي ۔ ټرمپ د اطاليا د وزيراعظمې موقف د قبلولو وړ ونه ګرځولو ۔ دا بيان د ميلونې د هغه اعلان نه پس رامخې ته شوے به كوم كښې چې هغې په موجوده صورتحال كښې د اسرائيل سره دفاعي لوظنامې د معطل كولو پرېكړه كړې ده۔ د اطاليا وزيراعظمې په :ويرونا: كښې پرېس كانفرنس ته واضحه كړه چې حكومت د حالات تر مخه دا ګام اغستے دے ۔ د دې نه غېر د اطاليا وزيراعظمې په پوپ فرانسس (ليوچهاردم ) باندې د ټرمپ تنقيد هم مسترد كړے ؤ۔ پوپ په مينځني ختيز كښې د جنګ خلاف بيان وركړے ؤ ٬ په كوم چې د ټرمپ تبصره ميلونې د قبلولو وړ ونه ګرځولو سره ووئېل د پوپ د امن بلنه او د جنګ غندنه بيخي سمه او فطري وه۔

مزید خبریں